اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د چين سفير هاؤ جنګ د زي??رت په ورځ مل??قات وكړو په دې مهال ده وفاقي وزير ته پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې د څېړنې او د سائنسمدارو تګ راتګ باور وركړو۔ د مل??قات په مهال د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي سېكتره ياسيمن مسعود٬د پاكستان كونسل آف سائنټيفك اينډ انډسټريل ريسر?? چيئرمېن ډاكټر شهزاد عالم د كامسيټس اي ډي ډاكټر اېس اېم جنيد او د پاكستان سائنس فاؤنډېش?? چيئرمېن ډاكټر محمد اشرف او د نورو ماتحت ادارو اعلٰی چارواكي موجود وو۔د چين سفير د پاكستان سائسنمدارو او ټېكنالوجيكل پوهانو لپاره د وظيفو او تربيې يو شمېر پروګرامونو وړاندېز وركړو۔ده د پاكستان حكومت د سائنس او ټېكنالوجي نوې پروګرامونو په تګلار كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چين د پاكستان د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت سره د دوه اړخيزه پروګرامونو څخه متاثر شوې۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په مشرۍ كښې د سائنس او ټېكنالوجي كمپلېكس سائنس سټي او د سائنس هاؤس په جوړولو كښې د مرستې زي??تولو وړاندېز هم وركړې شو۔ملاقات كښې ګوادر كښې د يو غ??ره جوائنټ لېبارټرۍ پراجېكټ هم تجويز وركړے شو۔ د مل??قات په پايه كښې دواړو لارښودو دا پرېكړه وكړه چې د پاكستان او چين په ګډه يوه پټۍ يوه لار پیل كېدو سره به رامخې ته كېدونكو موقعو څخه ګټې پورته كړو او په سائنس او ټېكنالوجي كښې به دوه اړخيزه مرسته لا زي??تولو له په ګډه كار وكړو