اسلام آباد 10 ن??مبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احس?? اقبال وئيلې دي عمران خان ته يوازې خپ?? مطلب په نظر راځي٬ نړيوال بانك د پاكستان د پرمختګ شرح د لس كاله نه زيات ګرځولې٬ د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر پښتونخوا د قامي اسمبلۍ 5 او بلوچستان د درې چوكو نه محرومول دي۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي بي??ن له مخې داخله وزير ووئيل نړۍ پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي خو عمران خان دا غرق كېدونكې معيشت ګرځوي۔ داخله وزير ووئيل پاكستان ښه كېږې او عمران خان په دې غم زړه ته اچولې٬ عمران خان بايد اوس په سياست كښې بالغ شي۔ ده ووئيل د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر پښتونخوا د قامي اسمبلۍ 5 او بلوچستان د درېو چوكو نه محرومول دي٬ احس?? اقبال ووئيل ټولټاكنې په نوې سرشمېره هم په ټاكلې موده كښې كېدې شي۔ داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلو له مونږ له يوالي او اتحاد ته اړتيا ده