اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سېوري لاندې د تورې ورځې په مهال هندي هائي كمېشن ته په تلونكې لاره احتجاجي مظاهره وكړې شوه۔ د جمو و کش??یر لبرېشن فرنټ ٬ جموں وکش??یر سالووېشن موومنټ او د نورو تنظیمونو غړو پشمول د پنجاب، سندھ، خېبرپختونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونو نمائندګانو په لاريون كښې ګډون كولو سره د هندي قابض ځواك په مقبوضه كشمير د قبضې او د كشميري اولس د حقونو د روانو خلاف ور??يو غندنه كولو سره د هندي پوځ د كشمير څخه د فوري وتلو ٬ د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا كښ?? د ??شمير مسئلې حل او مقبوضه كشمير ته د فېکټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه وكړه۔ د لاريون مشري د کل جماعتی حریت کانفرنس اسلام آباد څانګې کنوینر غلام محمد صفی او نورو مشرانو كوله۔ د جمعې په ورځ د هندي هائي كمېشن په لاره د خارجه دفتر مخې ته احتجاجي لاريون كښ?? د ??اکستان مسلم لیګ (ن) (آزاد کشمیر) صدر ٬ د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف سلاكار سید نصیب اللہ ګردیزی، د خېبر پختونخوا اسمبلۍ صوبائي غړي ډاکټر حېدرعلی خان، د سندھ صوبائی وزیر ممتاز جاکھرانی او د ګلګت بلتستان نمائنده سرور ګلګتی په خاص توګه ګډون وكړو۔ دوئ په كشميري اولس د هندي ظلم ٬ جبر او زياتي او د بشري حقونو خلاف ور??يو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره كشميري اولس ته باور وركړو چ?? د ??شمير مسئلې تر حل كېدو به د پاكستان هر وګړې تاسو سره سم ولاړ او په هر فورم به د كشميري وروڼو د هڅو ملاتړ كوي۔ لاريون ته خپل خطاب كښې د کل جماعتی حریت کانفرنس کنویر غلام محمد صفی خپل خطاب كښې ووئيل 27 اکتوبر د كشمير او پاكستان په تاريخ كښې هغه توره ورځ ده كله چې هند د رېډ كلف لوظنامې خلاف ورزي كولو سره په كال 1947 كښې خپل ځواك??نه سري نګر ته كوزولو سره د رياست درې كښې په دوه برخې قبضه كړې وه۔ ده ووئيل نن په ټوله نړۍ كښې دا ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د دې لاريون مقصد ټولو غېر ملكي سفارتكارو ته دا يادول دي چې د 70 كاله څخه كشميري اولس د آزادۍ خپل حق ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ او نن هم دوئي خپل دريځ څخه يو انچ نه وروستو كېږي اود پخوا په مقابله كښې اوس زيات شدت سره هندي ظلم او جبر زغمي۔ لاريون ته د جموں وکش??یر لبرېشن سېل پاکستان څانګ?? دوهم چيئرمېن سلیم ہارون او نورو لارښودو هم خطاب وكړو۔ په آخر كښ?? د ??شمير شهيدانو لوړو درجو له دعا وكړې شوه