اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) ??زی??اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او تركمانستان د پراخا دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ګنجائش لري۔ دواړو هېوادونو له به د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او نورو څانګو كښې د زياتو رابطو هدف ټاكل وي۔ ده دا خبره پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطاﺀ جان نورلوچ مولا سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل ??ه ورځ وزيراعظم سره د ده دفتر كښې ملاقات وكړو۔ ??زی??اعظم ووئيل پاكستان او تركمانستان يو بل سره غوره اړيكې لري كومې چې په شريك باور اډانه دي۔ بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اشتراك كار پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ترکمانستان۔افغانستان۔پاکستان۔ هند (تاپی) ګاز پائپ لائن منصوبه كښې شريك دي كومه چې د پاكستان توان حاجتونو ترسره كولو صلاحيت لري۔ ??زی??اعظم د تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې زر تر زره فعاليت له د پاكستان د لوظ پخلې وكړو۔ ده ددې خبرې هم ستائنه وكړه چې دواړه هېوادونه تجارت ٬ سفري آسانۍ ٬ سېلګري او په اولسي كچه رابطو ته وده وركولو له فضائي او زمكيزې رابطې زياتولو سره سره مواصلاتي رابطو لپاره ګامونه پورته كولو ته خاص پام لرنه كوي