اسلام آباد 25اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د پاك چ??ن اقتصادي راهدارۍ جوائنټ وركنګ ګروپس او د 13م جے سي سي په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري اويس منظور سمرا٬اېډېشنل سېكرټري كامران رحمان خان او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې تېر كال د شوي 12م جے سي سي او وركنګ ګروپ په سفارشات د عملدرآمد جاج هم واغستلے شو۔په غونډه كښې د 13م جے سي سي تيارو په اړه چارواكو وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو او د اېم اېل ون٬په قراقرم هائي وے فيز 2 ٬ ډي آئي خان ژوب٬كراچۍ سركلر رېلوے او په نورو پروژو د شوو لوظ نامو پېشرفت جاج هم واغستلے شو ۔د غونډې مشري كولو كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به ډېر زر د چين دوره وكړي٬وفاقي وزير چارواكو ته د اېم او يوز ??و په لوظ نامو د عملدرآمد تګلاره ترسره كولو هدايت هم وكړو۔ده ووئيل د سي پېك لوظ نام?? عملدرآمد په لار كښې رامخې ته شوي خنډان به برداشت نه كړې شي۔۔ دغسې وفاقي وزير د اړوندو وزارتونو وركنګ ګروپس او فيصله سازۍ كښې د ګډون باوري كولو هم هدايت وكړو