اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) په صدارتي ټاكنو كښې د اپوزیشن اتحاد كانديد محمود خان اچ??زئی وئيلي دي چې آصف علی زردادی ته په صدر ټاكل كيدو مباركي وركوم٬ د فضل الرحمن ووټ بايد ترلاسه شوے وے٬ د تحریک انصاف ي?? شمېر پارلیمنټیرینز ووټ ونه كارولو٬ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل نه چا ووټ واخست او نه چا خرڅ كړو۔ د صدارتي ټاكنو د نتيجې اعلان څخه وروستو پار??يم??ټ څخه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل آصف علی زردادی يو زیرک سیاستمدار دے٬ هيله ده چې هېواد او قام چېلنجونو څخه ويستلو له به كوټلي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د شبلی فراز په شمول ي?? شمېر پارلیمنټیرینز ووټ ونه كارولو٬ هيله وه چې مولانا فضل الرحمن به خپل ووټ ما ته راكړي۔ ده ووئيل د هېواد په خاطر مونږ مرسته كولو له چمتو يؤ۔