اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان د سني اتحاد کونسل لخوا مېرمنو او غېر مسلمو لپاره د خا?? چوكو لپاره وركړے شوے درخواست مسترد كولو سره دا چوكۍ په قامي اسمبلۍ كښې نورو سياسي ګوندونو ته د ترلاسه كړو چوكو په تناسب سره د وركولو پرېكړه كړې ۔ د ګل په ورځ د اليکشن کميشن خپله محفوظ كړې پرېكړه جاري كړه چې پكښې د 4-1 په حساب سره د سني اتحاد کونسل درخواست مسترد كړے شو٬ د کميشن په پرېكړه كښې و??يل?? شوي چې د آئين آرټيکل 51(6) او د انتخابي قانون 2017 شق 104، 92 او د 94 له مخې سني اتحاد کونسل د مېرمنو او د غېر مسلمونو لپاره د خا?? چوكو اهل ګوند نه دے ځ??ه چې د دو?? لخوا د ګوند په خا?? چوكو د كانديدانو ترجيحي فهرست په ټاكلي وخت نه دې جمع كړے شوے كوم چې قانوني ضرورت ٶ۔ پرېكړه كښې ووئيل شول چې د قامي اسمبلۍ خا?? چوكۍ خالي نشي ساتلې كېدې٬ دا چوكۍ به سياسي ګوندونو ته د دو?? د نمائندګۍ د تناسب په بنياد وركولې شي٬ الېكشن كمېشن په دې ل?? كښې د كوټه مقرر كولو امر وكړو ۔ د اليکشن کميشن غړي بابر حسېن بھروانه په دې پرېكړه كښې خپل اختلافي نوټ ليكلے چې زه د سني اتحاد کونسل لخوا په ټاكلي وخت كښې د كانديدانو ترجيحي فهرست د نه جمع كولو په اړه د الاټمنټ درخواست مسترد كولو تر حد پرېكړې سره اتفاق كوم خو نورو ګوندونو ته دا چوكۍ د وركولو سره اتفاق نه كوم۔ ده ووئيل زما په خيال كښې آرټيکل 51(6-d) او آرټيکل 106(3-c) له مخې سياسي ګوندونو ته د دو?? د ترلاسه كړو چوكو په بنياد خا?? چوكۍ الاټ كېږي دا چوكۍ تر ھغه وخت خالي پاتې ساتل پكار دي تر څو چې په آرټيکل 51 او 106 كښې پارلمان بدلون نه وي كړے۔