کراچۍ 08 فروري(اے پي پي) د كال 2024 ټولټانكو لپاره د سندھ په 61 قامي او 130 صوبائي چوكو لپاره پولبګ ر??ان دے٬ د قامي اسمبلۍ 61 چوكو لپاره په مجموعي توګه 1130 كانديدان په مېدان كښې دي چې پكښې 1048 نارينه او 82 مېرمنې او د صوبائي اسمبلۍ په 130 چوكو 2795 كانديدان برخه اخلي چې پكښې 2644 نارينه او 151 مېرمنې شاملې دي۔ صوبه كښې په مجموعي توګه 19 زره 906 پولنګ سټېشنز جوړ كړے شوي چې پكښې 4443 نارينه او 4313 مېرمنو لپاره او دغسې 10 زره 250 مشتركه پولنګ سټېشنز جوړ كړے شوي۔ په مجموعي توګه 6 زره 524 انتهائي حساس او 6 زره 545 حساس او 5 زره 973 نارمل ګرځولې شوي۔ په سندھ كښې په مجموعي توګه 2 كروړه 69 لكه 94 زره 769 رجسټرډ ووټران دي چې پكښې يو كروړه 46 لكه 12 زره 566 نارينه او يو كروړ23 لكه 82 زره 114 زنانه ووټرانې خپل ووټ كاسټ كوي۔ د پولنګ ع??ل د سهار 8 بجو څخه په سوله ايز ماحول كښې ر??ان دے او تر ماښام پنځو بجو به د تعطل نه غېر جاري وي۔ صوبائي الېكشن كمشنر شريف سپېځلې٬ منصفانه او بې پرې الېكشن كولو لپاره ټو??و ډسټركټ ريټرننګ افسرانو او د انتظاميه پشمول اروندو ادارو ته ه??ايات جاري كړې دي