اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) د ذيلي ادارې كامسټېك سېكرټرېټ كښې د زيارت په ورځ د قزاخستان ايلومنائي فورم څلورمه غونډه وشوه۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د كامسټيك كوآرډينېټر پروفيسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري ووئيل د قزاخستان مشرتابه په نړيوالو چارو مهم كردار ترسره كوي۔ ده كامسټيك لپ??ره د قزاخستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل قزاخستان د نړيوال معيار تعليمي ادارې لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د قزاخستان سفير يرزهان كستافن د خپلې څانګې په مهمو شخصياتو كښې شمېرلے شي او د قزاخستان ايلومنائي فورم جوړول د هغه د هڅو نتيجه ده۔ پروفيسر چوهدري ووئيل مونږ ټول په قزاخستان كښې زده كړې كړي۔ هر يو قزاخستان سره د مينې قيصۍ لري۔ د كامسټيك كوآرډينېټر جنرل د قزاخستان صدر بائيو سكيورټي او بائيو سيفټي آئيډيا ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې ګډون ??وونكو خپل خيالات او تجاويز وړاندې كړل۔ د قزاخستان سفير يرزهان كستافن په كامسټيك كښې په څلورمه غونډه كولو د پروفيسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري مننه وكړه۔ده په لاهور كښې د قزاح هاؤس جوړولو٬لاهور څخه د قزاخستان لپ??ره نيغ په نيغه د پروازونو پیل او د پاكستان او قزاخستان ترمينځه اړيكې مستحكمولو لپ??ره په دې وروستيو كښې د شوو دستورو په څير د مه??و اقداماتو په اړه خبره وكړه۔ ده ووئيل د پاكستاني تعليمي ادارو او قزاخ ادارو ترمينځه نيغ په نيغه رابطه ممكنه شو?? ۔ده د پخوانو زده كوونكو د تبصرو او تجاويز مننه وكړه۔ده پخوانو زده كوونكو ته مشوره وركړه چې هغوي خپلې تجربې هغه چا سره شيئر كړې كوم چې په قزاخستان كښې زده كړو له خوښي لري۔