اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بلوچستان په مچھ او کولپور سيمو كښې د ترهګرو بريدونه په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو له مباركي ورك??ې ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونو د درې ځانمرګي بريد كوٶنكو پشمول 9 ترهګر وژلو سره بلوچستان د لوئې تباهۍ نه ساتلے ۔ ده په ??ې موقع په مچھ او كولپور كښې د بريدونو په نتيجه كښې د امنيتي ځواكون?? د ??لورو ځوانانو پشمول د بې ګناه وګړو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاك پوځ ځوانان د خپلو ځانونو په قربانولو د هېواد او قام تحفظ باو??ي كوي