اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی) د مذهبی چارو نګران وفاقی وزیر انیق احمد وئيلي دي بايد په ټولنه كښې پاتې كيدو لپاره د عفوې او درګزر څخه کار واخستلې شي، د مذهبي چارو وز??رت د ټولو مذهبونو د مننونكو وز??رت دی۔د مذهبي چارو وز??رت لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد دا خبره د زي??رت په ورځ په كراچۍ كښې په سېنټ پېټركس كتهډرل چرچ كښې د ب??ن المذاهب همغګۍ كنفر??س ته د وېن?? په مهال وكړه۔ كمفر??س ته کارډینل جوزف کوټس، مفتي نعمان نعیم، بشپ بیني ټریوس، پروفیسر منوج چوهان، بشپ فریډریك جان، حافظ محمد سلفي، فرید روحاني، مفتي نذیر احمد خان، ډاکټر تشنا پټیل او سردار رامیش سینګ هم وينا وكړه۔د مذهبي چارو وزیر انیق احمد ووئیل چې نن سبا د دین زده کړه زمونږ په ترجيحات كښې نه ده شامل، د مسلمان په توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې چې د دین پیغام عام كړو ، زياتره ځوانان د دیني تعليماتو څخه نه دي خبر، د دین په نوم د ځوانانو هجرت د افسوس وړ دې ۔ ده ووئيل چې د جړانوالا پېښه په هند كښې روان د مسيحي وګړو قتل عام څخه د پام ګرځولو هڅه ده۔