اسلام آباد۔18جنوری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان به د خپلې قامي سلامتيا د سيمه ايز سالميت كله هم سودا ونه كړي٬ د خپلې خاورې دفاع لپاره به ټول ضروري ګامو??ه پورته كوؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د ا??را?? په سيستان و بلوچستان صوبه كښې د پاكستان د كارروا??ۍ په اړه خپل بيان كښې صدر مملكت د ا??را??و وګړو زيان څخه ساتلو او د ترهګرو پټنځايو??ه په نخښه كولو په اړه د وسله والو ځواكونو د پېشه ورې پوهې ستائنه كولو سره ووئيل ترهګري يو مشتركه چېلنج دے ٬ د دې ختمولو له نړيوالو هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان د ټولو رياستونو د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا بشپړ احترام كوي او هيله لري چې نور هېوادونه به هم د نړيوال قوانين خلاف ورزي نه كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاکستان او ایران وروڼه هېوادونه دي، ستونزې باید د خبرو او مشاورت د له لارې هوارې كړې شي