اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د زده كړو نګران وفاقي وزير مدد علی سندھی وئيلي دي چې د پاكستان په جم??وري سفر كښې د شې?? اياز خذمات كله هم هېرېدې نه شي۔ ده د شې?? ایاز د 100م تلين مناسبت سره راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كولو چې اهتمام يۍ د وفاقي زده كړو پېشه ورې تربيې وزارت د قومي ورثې او كلتور ډويژن او د اطلاعاتو وزارت سره په ګډه كړې وو۔ په دستوره كښې نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي ٬ مترضی سولنګي او جمال شاه ګډون كولو۔ په دې موقعه د زده كړو وفاقي وزير ووئيل د هېواد د ځوانانو او په خاص توګه د سندھ د ځوانان?? فكري بېدارۍ كښې د شې?? اياز كردار له پامه غورځولے كېدے نه شي۔ ده ووئيل د فېض احمد فېض ٬ حبيب جالب او شې?? اياز په څير ادبي شخصياتو د دې هېواد زيات خذمت كړے دے۔ ده ووئيل شې?? اياز ټول عمري د سندھ او د پاكستاني اولس خذمت روان وساتلو٬ د د?? جذبې او خوارۍ نن په هېواد كښې د جم??وري اصولو بنياد اېښودلے دے۔ ده ووئيل نن چې اولس ته كو?? بنيادي بشري حقونه ترلاسه دي هغه د شې?? اياز د قربانيو له امله ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل د تقسيم څخه وروستو تر څو كلونو د سندھ اولس ته حقيقي سياسي نمائندګي ورنكړې شوه ٬ دا خلا شې?? اياز د خپلې انقلابي شاعرۍ دلارې ډكه كړه۔ ده ووئيل د خپلو نظرياتو سودا نه كولو له امله شې?? اياز يو شمېر وارې زندان ته لاړو۔ ده ووئيل د شې?? اياز نامه به په راتلونكو وختونو كښې هم ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل كله هم چې په سندھ كښې د جم??وريت مطالعه كيږي د ده نامه به د شاه عبد اللطيف بھټائي څخه وروستو اخستلې شي۔ ده ووئيل شې?? اياز د سندھي ژبې شاعر كېدو سره سره يو نثر ليكونكے او د سندھ پوهنتون پخوانے وائس چانسلر هم وو۔ هغه په سندھي او اردو دواړو ژبو كښې 50 څخه زيات كتابونه ليكلي دي۔ په كال 2018 كښې د ده نامې ته منسوب ایاز پوهنتون جوړ كړے شو۔