اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره د سترو لارو په ترجيحي بنيادونو جوړولو او بح??لۍ ته اړتيا ده٬ چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري متوقع ده٬ په بلوچستان ك??ې د سړ??ونو جال خپرولو له خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ د كراچۍ نه ??ر چمن د سترې لارې بح??لي او بيا رغونې ايسار كړے كار دې زر تر زره پېل كړې شي٬ د نوو سترو لارو پلان منصوبي جوړولو ك??ې دې تفصيلي منصوبه بندي او د وسائلو ښه استعمال باوري كړې شي دغسې چې اولس ته زياته ګټه ورسولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ ك??ې د نېشنل هائي وے اتھارټۍ د چارو جاج اغستو غونډه شوې۔ په غونډه كښې نګران وفاقي وزيرانو شاهد اشرف تارړ، ډاکټر شمشاد اختر ، سميع سعيد، د اېن اېچ اے چيئرمېن او اړوندو سركاري چارواكو ګډون كولو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اېن اېچ اے په بېلا بېلو منصوبو بريفنګ وركړے شو٬ په غونډه كښې ګډون كوونكو ??ره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په هېواد ك??ې د سړ??ونو جوړولو او ترقۍ پحقله نېشنل هائي وے اتهارټي ډېر مهم كردار لوبوي٬ د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري، د سړکو جال خپرولو نه ??ېر د پرمختګ او سوكالۍ خوب نشي رښتيا كېدے۔ وزيراعظم ووئېل د هېواد پرمختګ لپاره د سترو لارو په ترجيحي بنيادونو جوړولو او بح??لۍ ته اړتيا ده٬ چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري متوقع ده٬ ده ووئېل په بلوچستان ك??ې د سړ??ونو جال خپرولو له خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ د كراچۍ نه ??ر چمن د سترې لارې د بح??لۍ او بيا رغونه ??يسار كړے كار دې زر تر زره پېل كړې شي٬ د کراچي۔چمن سترې لارې جوړوېدو ??ره به نه يواځې د بلوچستان اولس ته ګټه ورسي بلكې د هېواد نورو سيمو ته به هم ښه متبادل لاره په لاس ورشي۔ وزيراعظم ووئيل غوره لارې د هېواد په پرمختګ او سباون لپاره چې كوم كردار لوبوي ھغه سوچ كول ګران دي۔ ده امر وكړو چې د نوو سترو لارو پلان كولو ??ره دې تفصيلي منصوبه بندي او د وسائلو ښه استعمال باوري كړے شي دغسې چې اولس ته زياته ګټه ورسولې شي