اسلام آباد۔21دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمین محمد صادق سنجراني د ’’نیشنل ورکنګ ویمن ډے‘‘ په قامي ورځ هغه مېرمنو له د زړه له كومي مبارکي وركړې څوك چې په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات تر سره كوي او د پاکستان په ترقۍ كښې خپل په زړه پورې كردار ادا كوي۔ د سینیټ سیکرټریټ تر مخه خپل پیغام كښې ده ووئېل د هېواد په اقتصادي ترقۍ كښې هم د خواري كښو مېرمنو مهم کردار شته۔ چیئرمین ووئېل ورک فورس كښې د شاملېدونكو مېرمنو زياتېدونكې شمېره د دوې د صلاحیتونو ښكاره ثبوت دے، د تېرو څو كلونو په مهال د پاکستان ح??وم?? او پارلیمان د كار په ځائے د مېرمنو لپاره غیر معمولي ګامونه پورته كړي چې پكښې مېرمنو له د كار په ځاے د ځورونې په خلاف قانون سازي هم شامله ده۔ چیئرمین ووئېل “د مېرمنو ځورونې په ضد د تحفظ ایکټ” د مېرمنو لپاره محفوظ او سازګار ماحول باوري كولو لپاره زمونږ د لوظ عکاسي كوي ، ده ووئېل د پاکستان پارلیمان د غیر ام??یا??ي ماحول، یو ډول ??رمختګ موقعو وركولو، د زېږدنې په وخت د رخصتيو وركولو غوندې انتظامات په باوري كولو مېرمنو له د كار په ځائے د اخ??یا?? وركولو له په زړه پورې هڅې كوي دغسې چې مېرمنو له د كار په ځائے جامع او مرستياله ماحول ??ركړے شي ، ده ووئېل كار كوونكو مېرمنو له د معاون ماحول ??ركولو لپاره د R20;میټرنټي او پیټرنټي لیو ایکټ، 2023” ستائنه كوو ،?? دغې ایکټ څخه د سروس په مهال د ماشوم په زېږدنه مکمل تنخواہ سره په وړومبي ځل د 180 ورځو ،??وئم ځل د 120 ورځو او په دريم ځل د 90 ورځو رحصتۍ وركولې شي ، د دې اقدامات د لارې مونږ د يو داسې ټولنې تعمیر غواړو چرته چې د ښځې صلاحیتونه وپېژندلے شي او لا زيات كړے شي ۔