اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې لنډ مهاله وفاقي وزير سيد مدد علي سندهي وئېلي دي عربي ژبه د مسلمانانو عظيمه اثاثه ده٬د عربي ژبې خذمت هم عبادت دے٬د پرمختګ يواځنے حل تعليم ته پام لرنه كښې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال اسلامي پوهنتون تر سيوري لاندې د”عربي ژبه وده كښې د ادارو او كسانو كردار”په موضوع كنفرنس كښې په خپل خطاب كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل د عربۍ ??ه وده كښې د نړيوال اسلامي پوهنتون كردار مثالي دے چرته چې مصر٬سوډان٬ ?? سعودي عرب پشمول نورو هېوادونو استاذان ښه كردار ادا كوي۔ده ووئيل د نړيوال پوهنتون پشان ادارو له په ټولنه كښې مخ ??ه وړاندې تلل وي او بايد د پوهنتون په طرز تعليم نور پوهنتونونه هم خپل كړي۔كنفرنس ته د يمن سفير محمد مطهر العشبي په خپل خطاب كښې ووئيل عربي د قرآن ژبه ده٬مونږ مونځ په ع??ب كښې لولو٬د عربۍ ودې لپاره دې اقدامات وكړے شي۔په خپله وېنا كښې د پوهنتون لنډ مهاله صدر ډاكټر عبدالرحمان ووئېل په معاشي او علمي پرمختګ كښې د عربۍ ژبې كردار مهم دے۔۔كنفرنس ت?? ډاكټر حبيب الرحمان عاصم په عربۍ شاعرۍ او د دې په فصاحت مدلل خبرې وكړې او نورو مقررينو هم خطاب وكړو۔