كوئټه 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي بايد د پي ټي آئي پخ??ان?? ??يئ??مېن په غېر قانوني توګه د مېشته كسانو ترجمانۍ كولو په ځاے د پاكستان د 25 كروړه اولس ترجماني كړې وه ٬د پي ټي آئي پخ??ان?? ??يئ??مېن په خپل ټوېټ كښې بې بنسټه تورونه لګولې دي٬ټولو ته معلومه ده چې پنځه لكه غېر قانوني مېشته غېر ملكيان په خپله خوښه د پاكستان ??خه تللې دي٬هغوي په زبردستۍ نه دي لېږلې شوي٬ د هغوي د ستنولو په مهال د انساني اقدارو خيال ساتلے شوے۔د جمعې په ورځ د كوئټې په پرېس كلب كښې خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل داسې ښكاري چې د پي ټي آئي پخ??ان?? ??يئ??مېن په ټوېټ سره د افغانستان حكومت او د ټي ټي ??ي همدردۍ ترلاسه كولو او په ټول ټاكنو كښې د داسې چاپیرچل پیدا كولو هڅه كړی چې پكښې د هغه ګوند ته د نورو ګوندونو په مقابل كښې زياتې ګټې ترلاسه شي ٬ ده ووئېل كه چرې داسې وي نو دا د افسوس وړ خبره ده