اسلام آباد۔29اکت??بر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د تركيه د تاسيس كېدو په 100 كاله بشپړه كېدو ترك اولس او مشرتابه ته مباركي وركولو سر?? وئيلي دي چې زه ورور هېواد تركيه او د دې مشرتابه او اولس ته د تركيه د تاسيس كېدو په 100 مه كاليزه د زړه ل?? كومي څخه مباركي وركوم۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې د?? وئيلي چې تركيه په تېره پېړۍ كښې د پرمختګ او سوكالۍ پراؤن?? ترلاسه كړي دي٬ د صدر رجب طيب اردوان باكماله مشرتابه د تركيه په مضبوط او مستحكم كېدو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل تركيه او پاكستان په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو تل د يو بل د دريځ ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل پاکستان او ترکیه د فلسطين او كشمير مسئلې حوالې سره يو دريځ لري۔ ده ووئيل پاكستان د خپل ورور هېواد تركيه نورو كاميابو او سوكالۍ له لاس په دعا دے۔