اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې لنډمهاله وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر وئيلي دي چې د “کلي” معيشت په اشاريو كښې بهترۍ سره د معيشت د بحالۍ عكاسي كېږي٬ د ټېكس نظام په مركزي چوكاټ كښې راولو٬ د ټېكس بنياد ??را??ه كولو لپاره به قانون سازي كولو نه علاوه اېف بي آر قوي كول وي، معيشت دستاويزي كول د وخت ضرورت دے٬ د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل له مخې ټول اړوند شراكت دار سره مشاورت او سپېځلتيا سره كار كوي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزيرانو مرتضيٰ سولنګي، محمد علي او نورو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزېرې ووئيل ووئيل حك??مت ته مسئلې په ورثه كښې ترلاسه دي خو مونږ د دې نه وېرېږو نه بلكې د دې چېلنجونو او ستونزو هواري لپاره هڅې كوٶ، مونږ هڅه كوٶ چې په خرڅونو قابو ومومو او محصولات زياتولو لپاره اقدامات وكړو دې سره په معيشت كښې بهتري راتللې شي۔ دې ووئيل د “کلي” معيشت اشاريو كښې بهتري راروانه ده صارفينو لپاره د بيعې حساس اشاريه په مئي كښې د 38 فيصده شرح څخه كمېدو سره 26.2 فيصده شوې ده٬ د د دې نه برېښي چې مونږ د ستونزو نه وځو او په بيعو كښې استحكام راروان دې٬ راتلونكي وخت كښې به نوره بهتري راشي۔ دې ووئيل مانيټري پاليسي کمېټۍ د سود شرح په ځائ ساتلے ده دې سره به هم بهتري راشي٬ د قرض اخستو لګښت به كم شي او صنعتونو ته به ريليف ترلاسه شي۔ د خزانې وزيرې ووئيل نړيوال او آسيائي پرمختيائي بېنكونو سره په بېلا بېلو منصوبې په فا??ټ ټرېك بشپړتيا لپاره زمونږ خبرې اترې روانې دي، مونږ ته به نړيوال بېنك څخه بېلا بېلو منصوبو لپاره دوه اربه ډالره معاونت ترلاسه شي، دغسې اسيائي پرمختيائي بېنك رائز پروګرام په فا??ټ ټرېك د بشپړولو سلا كړې ده۔ دې ووئيل د پاکستان د زرمبادله پانګې مستحكم دي٬ حك??مت په اېكسچېنج كمپنو كښې اصلاحات كړې دي او د قاچاق مخنيوي لپاره هم ګرد هېواد كښې اقدامات جاري دي دې سره د روپۍ په قدر كښې بهتري راغلے ده۔ دې ووئيل حك??مت د بېنكنګ ذريعو څخه زرمبادله لېږلو لپاره اتيا اربه روپو كښې 20 اربه روپۍ نن جاري كړې شوې دي٬ اېکسپورټ اينډ امپورټ بېنك آپريشنلائز كوٶ٬ په كسټم ډيوټۍ كښې كمي راغلے ده او اېف بي آر د جاري مالي كال په مهال په دوه مياشت كښې د هدف نه زيات محصولات جمع كړې دي، زمونږ صنعتونو لپاره درآمدات ضروري دې دې لپاره په دې زيات ټېكس نشو لګولې۔ د يوې پوښتنې په ځو??ب دې ووئيل دا مهال چې د كرنسۍ قدر لپاره چې كوم اقدامات كوٶ په ھغې كښې اېكسچېنج كمپنو لپاره ضابطه جاتي قواعد قوي كوٶ او دې سره د زرمبادله قاچاق او ذخيره اندوزۍ لاره نيولو لپاره د اقداماتو سلسله جاري ده ځكه چې يو هېواد كرنسۍ سره د لوبو اجازه نه وركولي٬ د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل پحقله د يوې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل د كونسل له مخې ټولو اړوند شراكتدارو سره مشاورت او سپېځلتيا سره كار كوٶ٬ زراعت او د آئي ټي پشمول بېلا بېلو څانګو ته پام كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځو??ب دې ووئيل د اتلسم بدلون له مخې وسائل صوبو ته منتقل شوې دي٬ د سندھ حك??مت سره د وسائلو په تخصيص كښې زياتې نه دې شوې ٬ د آئي اېم اېف له مخې مونږ له په سركاري خرڅونو كښې سپېځلتيا ساتل دي٬ زمونږ بنيادي مقصد زيان كمول دي۔ ډاكټر شمشاد اختر ووئيل د ټېكس بنياد ??را??ه كولو لپاره به قانون سازي كولو نه علاوه اېف بي آر قوي كول وي، معيشت دستاويزي كول د وخت ضرورت دے٬ زمونږ دا طريقه كار دې چې كوم خلق ټېكس وركوي مونږ په دغه خلقو نور ټېكس لګوٶ٬ په دې لړ كښې نظام ډيجيټائزډ كول ډېر ضروري دي۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفيسر عاصم کچھي هم موجود ٶ