اسلام آبا??۔29 اګست(اے پی پی)د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير انيق احمد سره د نهې په ورځ سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د راتلونكي حج په انتظاماتو٬ دوه اړخيزه اړيكو او اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو تفصيلي خبرې اترې وكړې۔ په ملاقات كښې د مذهبي چارو سېكرټري آفتاب اكبر دراني او د رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد بن مسعود الحارثي هم موجود و۔د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد خپلو خبرو كښې وو??يل سعودي عربستان سره د عقيدت٬ ګډ احترام او ورورولۍ رشته ده٬ زما مشن دې چې په دې لنډه موده كښې پاكستاني حج كونكو ته زياتې آسانۍ وركړم٬ سعودي سفير يو محترم ورور دے٬ ده سره به هره ممكنه ملاتړ او مرس??ه روانه ساتلې شي۔ ده سعودي سفير ته وو??يل چې د مذهبي چارو وزارت به(سبا)د شو??و په ورځ اسلام آبا?? كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ كنفرنس كوي چې پكښې به د ټولو مذهبونو سره تعلق لرونكي مشران٬سفيران او د سول سوسائټۍ استازو سره مكالمه كولې شي۔ده وو??يل چې د مذهبي چارو وزارت به روايتي عقيدت ??و احترام سره 12 ربيع الاول قامي سيريت كنفرنس هم كوي٬سږ كال د كنفرنس عنوان” د سيرت طيبه په رڼا كښې د هېواد معاشي استحكام حكمت عملي” غوره كړے شوے دے۔ د سعودي سفير نواف المالكي وو??يل چې رابطه عالم اسلامي هم په عصري مسئلو ډېر زر نړيوال كنفرنس كوي۔ ده وو??يل چې د حج د سعودي وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه د پاكستان دوره كاميابه او يادګاري وه٬ سعودي عرب څخه ډېر زر د مهمو شخصياتو پاكستان ??ه راتلل متوقع دي۔ ده مرستې او ملاتړ له د خپل عزم په تكرارولو د مذهبي چارو وزير انيق احمد مننه وكړه