اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې نواز شريف به راتلونكې مياشت پاكستان ته راشي او قانون سره به مخ كېږي٬ قام به د ھغوي بشپړه هركلے كوي، د نااهلۍ موده پنځه كاله كولو قانون موجود دے٬ قانون سازي د مقننه اختيار دے٬ د سپريم كورټ كار قانون سازي نه بلكې ?? دې تشريك كول دي، د پوځ سرلښكر تعيناتۍ لپاره د 6 نامونو په سمرۍ كښې د سرلښكر نامه په وړومبي نمبر وه٬ د مئي 9مه نيټې پېښه د ر??اس??، پوځ او سرلښكر په ضد بغاوت ٶ، مو??ږ خپل س??اس?? قربانولو سره ر??اس?? بچ كړې۔ ?? دې خيالاتو څرګند??نه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په مركه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل 16 مياشتې اګاهو حالات مو??ږ چېلنج ګڼلو سره اقتدار سنبهال كړې، مو??ږ د خپل سيات نه بلې د ر??اس?? فكر كړې ځكه چې ر??اس?? لپاره د س??اس?? قرباني لوے څيز نه دے، د لوي څښتن په مننه مو??ږ ر??اس?? د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ كه ر??اس?? بچ شو نو زمونږ س??اس?? به هم بچ شي٬ ښه وخت به راشي٬ د نواز شريف او نورو دوستانو دا شعوري پرېكړه وه۔ ده ووئيل د عمران خان په دور كښې افراط زر د 3.5 نه 12 فيصده ته رسېدلے ٬ د عمران خان په دور كښې د غنمو پېداوار كم شوې او مو??ږ له غنم راغوښتل شول، عمران خان وړومبې غنم برآمد كړل بيا ئې درامد كړل چې ورسره د اربونو ډالرو زيان شوې٬ دوه اربه ډالره غنم درآمد زمونږ په دور كښې شوې، د روس۔يوکرين جنګ له امله د خوراكي توكو بيعه زياته شوې، آئي اېم اېف سره لوظنامه هم مو??ږ لپاره لوے چېلنج ٶ٬ د اجتماعي هڅو په س??ب مو??ږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مقننه د قانون سازي اختيار لري٬ د سپريم كورټ كار قانون سازي نه بلكې ?? دې تشريح كول وي٬ د ني قانون له مخې د نااهلۍ موده پنځه كاله ده٬ په نواز شريف كوم بندېز نشته ٬ نواز شريف به قانون سره مخ كېږي٬ هيله لرو چې راتلونكې مياشت كښې به ھغه پاكستان ته راشي٬ قام به د ھغوي هركلے كوي