اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د كشمير مسئله به د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو تر مخه حل كړې شي٬ د جموں شهيدانو قربانۍ به بې عبث نه ځي ۔ د ګل په ورځ د جموں شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د جموں شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د?? ووئيل په 6 نومب?? 1947 غاصب هندي ځواكونو او ډوګرا راج د لكھونو په شمېر كشميريان شهيدان كړې وو۔ د?? ووئيل كه پاك پروردګار ته منظوري ??ي د جموں شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي او د كشمير مسئله به حل شي۔ د?? ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب او د جغرافيائي حېثيت بدلولو څو وارې ناوړه هڅې كړي۔ د?? ووئيل په كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هندي سازش وړاندې كامياب شوے او نه به بيا كامياب شي۔ د?? ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو اصولي دريځ ملاتړ روان ساتي۔ د?? ووئيل د كشمير مسئلې حل كولو نه غېر په نړۍ كښې تلپاتې امن امكان نه لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې او په فلسطين كښی د بشري حقونو خل??ف ورزو نوټس واخلي او د دې مخنيوي له دې كوټلي ګامونه پورته كړي