اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د ډالر په بيعه كښې د استحكام او د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د كمي له امله په مجموعي توګه د 41 اربه روپو بچت شوے دے او د دې ګټه به عامو و??ړو ته رسو??ې شي٬ د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې د كمي ګټې دې عامو و??ړو ته رسولو له ګامونه ګړندي كړې شي٬ د ذخيره كوؤنكو او ناجائزه منافع خوړونكو په ??د دې سخته كارروائي وكړې شي ٬ د برېښنا غلا كوؤنكو سره دې هېڅ رعايت ونكړے شي۔ د وزیراعظم آفس مييا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د پټرولیم مصنوعات په بيعو كښې د كمي اثرات تر عامو و??ړو رسولو او په نرخونو كښې د كمي باوري كولو حوالې سره د جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په ??ونډه كښې نګران وفاقي وزيرانو مرتضیٰ سولنګی، ګوهر اعجاز، کوثر عبداللہ ملک، سمیع سعید، محمد علی او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ نګران اعلی وزيران ٬ د څلورو واړو صوبو ستر سېكتران او نور اړوند چارواكي په ??ونډه كښی د وېډيو لنك د لارې موجود وو۔ غونډې ته د هېواد په ??ېلو سيمو كښې د بنيادي ضرورت څيزونو بيعو كښې د كمۍ حوالې سره بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئي??ې شوو چې په ټولو صوبو كښی پرائس مجسټرېټ په ??لعي كچه د پټروليم مصنوعاتو كښې رامخې ته شوي كمي ګټې اولس ته رسولو له فعاله كار كوي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو او ناجائزه منافع خوړونكو په ??د دې سخته كارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل په قاچاق و د برېښنا غلا كښې ككړو سره دې هېڅ رعايت ونكړے شي۔ غونډه د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د اوسني كمي او د قاچاق او برېښنا غلا په ??د د عملياتو نتيجو په ??ړه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل چې د پټرولیم مصنوعات په بيعه كښې د اوسني كمي له امله د ګرانۍ شرح كښې 1.7 فیصد کمې شوې۔ غونډې ته ووئي??ې شوو چې د بنيادي ضرورت څيزونو نرخونو څارنې له دې د قومی ادارہ شماریات تيار كړې Decision Support System for Inflation اېپ وكارو??ې شي۔ د څلورو واړو صوبو صوبائي انتظاميې اقداماتو سره په كرايانو كښې 10 فيصده كمې شوې دې۔ غونډې ته ووئي??ې شوو چې د ذخيره ان??وز?? كوؤنكو او ناجائزه منافع خوړونكو په ??د عمليات روان دي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د پټرول په بيعه كښې د 12.38 فیصد او د ډيزل په بيعه كښې د 4.7 فيصد كمي ګټه دې زر تر زره اولس ته ورسو??ې شي۔ ده ووئيل په ??لوچستان كښې د غنمو په بيعه كښې 18 فيصد او د چينو په بيعه كښې اوسطا 16 فيصد كمې خوشبين دے