ارومچي 20 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنياد او د سيمه ايز امن او پرمختګ ضامن دي ، سنکيانګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ نه تر كلتوري او اولسي اړيكو له د مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې روابط قوي ك??لو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ارومچي كښې د کميونسټ پارټي آف چائنه د پولټ بېورو مركزي غړي او ?? سنکيانګ ايغور د خپلواكه سيمې د پارټۍ سېكتر ما زنګروئي سره ملاقات كړے ۔ په دې موقع چين سره د دوستۍ پحقله د پاكستان د عزم پخلي ك??لو سره وزيراعظم ووئيل چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنياد او د سيمه ايز امن او پرمختګ ضامن دي ٬ په بيجنګ كښې صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کيانګ سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو كښې ده د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې قوي ك??لو لپاره د چين قيادت د مظبوط او ذاتي عزم ستائنه وكړه٬ پاکستان لپاره ?? سنکيانګ د اهميت پخلي ك??لو سره وزيراعظم انوارالحق کاکړ ووئيل دا منطقه پاكستان سره د جغرافيائي، تاريخي او كلتوري تړون له امله خاص اهميت لري۔ ده ?? سنکيانګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ نه تر كلتوري او د اولسونو سره اړيكو له د مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې روابط قوي ك??لو په اهميت زور رواړو۔ ?? سنکيانګ په دوره كولو د وزيراعظم مننه كولو سره د پارټۍ سېكتر ما زنګروئي ووئيل يو شمېر څانګو ك??ې پاكستان او سنکيانګ د اړيكو پراخه كولو بلها صلاحيت لري۔ ده ?? سنکيانګ لخوا په پاکستان كښې د کاروبار او تجارت موقعې لټولو او د خنجراب سوست بارډر کراسنګ د لارې تجارتي او د اولس ترمېنځه اړيكې اسانولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔ دو??ړو ډلو سنکيانګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه د مرستې بشپړ صلاحيت كارولو سره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔