اسلام آباد 02 اكتوبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو لن?? مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سول??ګي وئېلي دي ټول ټاكنو كولو كښې د الېكشن كمېشن د معاونت ذمه وار يو ٬مولانا فضل الرحمان د لويې ګوند لارښود دے٬د هغه د بيان مناسب ځواب الېكشن كمېشن وركولے شي۔د ګل په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې لن?? مهاله وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مولانا فضل الرحمان د لوي ګوند لارښود دے٬د هغه بيان به الېكشن كمېشن كتلے وي٬هغوي مناسب ځواب وركولے شي۔ ده ووئېل د ټاكنو كولو ذمه وار الېكشن كمېشن دے٬مونږ د ټاكنو كميسون د مرستې ذمه وار يو۔د ن??از شريف هېواد ته بېرته راتللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ن??از شريف بېرته راتګ د لن?? مهاله حكومت سره هېڅ تعلق نه لري ٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د چين او پاكستان اړيكې پياوړې دي او د دوي سباؤن ډېر روښانه دے