اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پ??) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي چې د روغتيا په څانګه كښ?? د ډبليو اېچ او څانګې خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كوم او دې ته د قدر په سترګه ګورم ٬ د كورونا وائرس وبا په مهال د روغتيا نړيوالې ادارې خذمات ?? ستائنې وړ دي٬ په لنډه موده كښ?? د روغتيا په څانګه كښ?? اصلاحات ??اوري كول زما مشن دے۔ د دې خيالاتو څرګندوندنه ده په پاكستان كښ?? د روغتيا نړيوالې ادارې استازي ډاكټر پل??تھ?? ماهي پالا سره خبرو كښ?? وكړه چا چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښ?? د روغتيا څانګې بهترۍ له په پورته كړې شويو ګامونو تفصيلي خبرې وشوې۔ ډاکټر پلیتھا ماهی پالا نديم جان ته د روغتيا نګران وفاقي وزير په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ډاكټر ټېډروس ایډهانوم او ایمرو (د ختيز بحيره روم ريجن ډائرېكټر)احمد المندھاری ستاسو په تعينات كېدو خوشحالي ښكاره كړې ده۔ ډاكټر نديم جان ووئيل د روغتيا په څانګه كښ?? ډبليو اېچ او د ستائنه وړ خذمات ??رسره كړي دي۔ په هر سخت وخت كښ?? دا اداره پاكستان سره اودرېدلې ده۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو په هڅو كښ?? د ډبليو اېچ او خذماتو ته مونږ د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل په لنډه موده كښ?? د روغتيا په څانګه كښ?? په لويه كچه اصلاحات ??اوري كول زما مشن دے۔ ده ووئيل د زده كړو او روغتيا نه غېر كومه ټولنه پرمختګ كولې نه شي۔ ده ووئيل د قومي صحت كارډ د لارې یونیورسل هېلتھ کورېج باوري كولې شي۔ په لويو روغتونونو فشار كمولو له پرائمری هېلتھ کیئر سسټم مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو له د بشپړه تګلارې لاندې په ټاكلې شويو هدفونو كار روان دے۔ د كال تر پايې د وائرس خپرېدو مخنيوي ټاسك مو وركړے دے۔