اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ لنډمهاله وفاقي وزير محمد سميع وئېلي ??ي چې اولس ته رېليف وركولو لپاره ټولو اړوند شراكتدارو له خپل كردار لوبول پكار دے۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د افراط زر د فشار جاج اخستو لپاره به د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه ??رله پسې كولې شي۔ ده ووئيل چې په افراط زر قابو موندلو لپاره اصلاحي اقدامات كوٶ۔ په ګرانۍ قابو موندلو لپاره به صو??و له خپل كردار لوبول پكار دې او د قواعد او ضوابط له مخې دې صو??ائي حكومتونو پيشګۍ اقدامات وكړي۔ ده ووئيل چې اولس ته رېليف وركولو لپاره ټولو اړوند شراكتدارو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔ لنډمهاله وفاقي وزير ووئيل چې د حكومت پوره هڅه ده چې اولس ته بنيادي څيزونه په مناسب بيعه وركړی شي