اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې د لاهور په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس ت??دي??٬ بيا ب??ا په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس موجودګي د تشويش وړ خبره ده۔ د شورو په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل چې په لاهور كښې په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس ت??دي?? شوېدے٬ وائرس په جنياتي توګه د افغانستان په قندهار ولايت كښې ت??دي?? شوې وائرس سره تړون لري۔ ??ه ووئيل د پوليو په ضد جنګ كښې پاكستان او افغانستان په ګډه كوټلې لائحه جوړوي٬ د تېر كال راهسې په هېواد كښې د پوليو كېسز په شمېره كښې كمې راغلے دے۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحولياتي نمونو كښې بيا ب??ا د وائرس ترلاسه كېدل د تشويش خبره ده٬ د پوليو په صورتحال مو نظر ساتلے دے٬ د پوليو پروګرام د ټاپ اېكسپرټ په بنو كښې تعينات شوېدے او دوي ته د وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره ټارګټس وركړې شوې دي۔ ??ه ووئيل لاهور څخه سږ كال درېمه ماحولياتي مثبت نمونه ت??دي?? شوې ده ??ې ورسره تر اوسه په پاكستان كښې د مثبت نمونو شمېره 17 ته رسېدلې ده۔ ډاكټر نديم جان مور پلار ته اپيل كړے دے چې د پوليو كمپائن په مهال كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي ضرور وركړي