اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د پاكستان اليكټرانك مېډيا ريګوليټري اتهارټي (پيمرا) بد??ون بل 2023 رائيو اتفاق سره منظور كړې٬ كمېټۍ د پيمرا بد??ون بل 2023 د خبريالانو خېرښېګړې لپاره تاريخي اقدام ګرځولو سره د بل په تيارۍ كښې د حكومت پشمول د ټولو شراكتدارو هڅې وستائېلې۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ په راډيو پاكستان كښې د كمېټۍ چيئرپرسن جويريه ظفر آهير په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پاكستان اليكټرانك مېډيا ريګوليټري اتهارټي(بدلون)بل 2023 او دي پرېس كونسل آف پاكستان(بدلون)بل 2023 غور وكړی شو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پيمرا (بدلون) 2023 په مندرجات قائمه كمېټۍ ته بريفنګ وركولو سره ووئېل چې پېمرا آرډيننس 2002 نه پس پيمرا قانون كښې په وړومبي ځل بد??ون كېږي۔ دې ووئيل چې په پيمرا بل اپرېل 2022 كښې كار پېل شوې٬ د دې په تيارۍ كښې 13 مياشتې لګېدلې او په دې مهال ټول اسټيك هولډرز سره اوږد مشاورت شوې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې د مېډيا ټوله منظرنامه بد?? شوې٬ پېمرا قانون كښې بد??ون د وخت ضرورت دې۔ دې ووئيل چې پيمرا بد??ون بل له مخې په وړومبي ځل خبريالانو ته د ګيلو په كونسل كښې خپل شكايت درج كولو اختيار وركولې كېږي۔ دې څخه وړاندې به خبريالان په تنخا اخستلو د نوكرۍ څخه فارغېدو۔ دې ووئيل چې وړومبې كوم هم چينل بندلولو اختيار د پيمرا چيئرمېن سره وو٬ خو اوس د دې قانون له مخې دا اختيار درې كسيزه كمېټۍ سره وي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې په ماضي كښې پي اېم ډي اے پشان تور قانون راوستلو ناكامه هڅه شوې۔ دې ووئيل چې فيك نيوز٬ ډس انفارمېشن او مس انفارمېشن تشريح بل كښې شامل ??ړې شوې٬ ډس انفارمېشن او مس انفارمېشن جلا جلا كار كړی۔ دې ووئيل چې قصد?? ً ??لط خبر په چلولو جرمانه به د لس لكه نه زياتولو سره يو كروړ روپۍ وي۔ دې ووئيل چې وړاندې به په كوم هم چينل غلط خب?? وچلېدو نو دا به يې وئېل چې خبريال دا خبر په ذاتي حېثيت كښې وركړی٬ اوس هغه چينل سره تړلې دې۔ دې د كمېټۍ غړو ته ووئيل چې د پيمرا قانون 6 سيكشنز كښې بد??ون او د پنځو نوې شقونو اضافه شوې۔ پېمرا بل كښې د پېمرا قانون شقونو 2 ٬ 6 ٬ 8 ٬ 11 ٬ 13 ٬ 24 ٬ 26 ٬ 27 ٬ 29 كښې بد??ون شوې او په دې بل كښې د 20 ٬ 20 اے٬ 29 اے ٬ 30 بي ٬ 39 اے نوې شقونو اضافه شوې۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې په بل كښې اليكټرانك مېډيا د ملازمتونو په وخت تنخاګانو ادائيګۍ پابند جوړ كړی۔ اليكټرانك مېډيا د پيمرا او ګيلو كونسل تنخاګانو په وخت ادائيګۍ ټولو پريكړو٬ د احكاماتو پاسدارۍ پابند جوړ كړی۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو نفيسه شاه٬ زيب جعفر٬ ناز بلوچ پشمول د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري سهيل علي خان٬ د پيمرا چيئرمېن سليم بيګ او د راډيو ډي جي طاهر حسن ګډون وكړو۔(