اسلام آباد 11جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېل?? دي د پوليو ختمول٬ مهلك رنځونو څخه د ماشومانو بچ كول او د غذائيت كمي په مسئلو قابو موندل د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بل اينډ ملينډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس س??ه ټېليفوني خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم بل ګيټس س??ه عامې روغتيا او سيكټر پروګ??ام?? سره په اړوندو چارو خبرې وكړې۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د بل اينډ ملينډ ګيټس فاؤنډېشن خذمات ستائېلو سره ووئ??ل مونږ دې فاؤنډېشن سره روانه همكاري لا پياوړې او د نتيجې وړ جوړول غواړو۔ ده ووئيل په وسائلو كښې د ټولو شموليت ته موجوده حكومت خاص پام ګرځوي۔ بل ګيټس د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پوليو ختمولو لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د پوليو وائرس څخه د ماشومانو بچ كولو له به د پاكستان مرسته روانه ساتو۔ وزيراعظم بل ګيټس س??ه په ګډه د كار په روان ساتلو موافقت هم وكړو۔دا خبره دې ښكاره وي چې بل اينډ ملينډا ګيټس فاؤنډېشن پاكستان كښې د عامې روغتيا او نورې سماجي خېر ښېګړی پروګرامونه چلوي