اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې زما لپاره له دې نه بله د خوشحالۍ خبره نشته چې د ځوانانو او طالب علمانو په خپلو پښو و درولو له کار وکړم کوم چې زمونږ د هېواد د تقدير ضامن ??ي۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې تېره ورځ د ګرد هېواد په كچه د وزیراعظم لیپ ټاپ سک??م پېل كولو سره مو هغه سفر يو وارې بيا پېل كړو كوم چې په پنجاب كښې د ميا نواز شريف په مشرۍ كښې مسلم ليګ (ن) حكومت پېل كړے وو۔ وزیر اعظ?? زیاته کړه چې دا یو په زړه ??ور?? سفر دی چې څنګه دې لیپ ټاپس په تېره لسیزه كښې طالبعلمانو سره د دوئي په زده كړو كښې ٬ ك??روباري جوړېدو كښې او د دوئي ګټه ور كېريئر جوړولو كښې مرسته وكړه۔ لېپ ټاپ سک??م په حقیقت کښې ګېم چېنجر ثابت شوے د كوم له امله چې په زړه ??ور?? كيسۍ رامخې ته شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د موجوده سکيم لاندې به په بېلو پړاؤنو كښې يو لك لېپ ټاپس وېشلې شي۔ د پخوا په څیر، روڼتیا او وړتیا به د ترلاسه کونکو په انتخاب کښې د لارښودنې اصول وي۔