اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی)د اوبو وسائلو وفاقي ??زي?? سيد خورشيد احمد شاه د اوبو ذخيرو جوړولو او د اوبو تېرېدونكو ځايونو بحالۍ منصوبې زر تر زره د بشپړولو سپارښتنې سره وئېلي دي د فصلونو لپاره د اوبو رسنه باوري كول د غنمو او نورو خوراكي موادو په درآمد خرڅ كوونكې ار??ونه ډالر بچ كولے شوو ٬د اوبو ذخيرو جوړولو او د اوبو استعمال لپاره به جديدې طريقې خپلول ??ي۔ده دا سپارښتنه د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د اوبو ذخيرو بحالۍ په كار د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ده اړوندو افسرانو ته هدايت وكړو چې دوي جوړېدونكې پروژې په وخت بشپړول ??مكن كړي دغسې چې د اوبو زياتوالې او ترسيل څخه د كركيلې او نورې څانګې بشپړه استفاده وكړي۔ده اړوندو ادارو ته هم هدايت وكړو چې هغوي په 15 ورځو كښې دننه مكمل فزيبلټي رپورټ وړاندې كړي او پي سي ټو اپ ډېټ كړي دغسې چې د اوبو وسائلو وزارت د پلاننګ كمېشن څخه د دې منظورۍ لپاره اقدامات وكړي۔وفاقي ??زي?? هدايت وكړو چې د ځپليو اوبو تېرېدونكو ځايونو او ذخيرو بحالۍ او پرمختګ په كارونو كښې اولسي استازي هم شامل كړي او د هغوي رايو ته ترجيح وركړي۔خورشيد شاه ووئيل د فصلونو لپاره د اوبو باوري كول د غنمو او نورو زرعي اجناس په درآمد خرڅ كوونكې په ار??ونو ډالر بچ كولې شي۔په دې مهال د اوبو وسائلو ??زي?? مملكت محمد علي شاه او د اوبو وسائلو وزارت سېكرټري حسن جامي هم په غونډه كښې ګډون كولو۔