اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي خاص كسان په مالي توګه خپلواكه كولو لپاره په سركاري او نجي څانګه كښې د ملازمتونو په كوټه د عملدرامد په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي چې بايد د خاص كسانو كوټه د اصل ورح له مخې لاګو كړې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبره د مع??ورۍ د درجه بندي په فرېم ورك د غونډې مشرۍ په مهال ??ړې?? په غونده كښې د بشري حقونو وزارت او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل په پاکستان كښې تقريباً د 12 نه تر 14 فيصده آبادي په څه نه څه ډول مع??ورۍ سره مخ ده٬ د دي خپلواكه كولو لپاره روزګار وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد د خاص كسانو كوټه د اصل ورح له مخې لاګو كړې شي، بېنك، کاروباري ادارې او نجي څانګې دې دې كسانو ته د دوي د هنر او مع??ورۍ نوعيت له مخې ملازمتونه وركړي۔ ده ووئيل پاکستان كښې خاص كسانو ته په هنر آډانه تعليم وركولو ته پام پكار دي٬ خاص كسانو ته د قدر وړ هنر وركولو لپاره د ټولو شراكتدارو ترمېنځه نزدې روابطو ته اړتيا ده او دوي ته تربيه وركولو لپاره هڅې ګړند?? كول پكار دي۔ په دې موقع صدر په سمدستي توګه٬ آسان او د پرېشانۍ نه په پاك ډول د مع??ورۍ سند وركولو په ضرورت زور رواړٶ۔ ده ووئيل سندونو سره به دوي ته د بېلا بېلو حكومتي سكيمونو او سهولتونو څخه په ګټه پورته كولو كښې مرس??ه وشي۔ په دې موقع د بشري حقونو وزارت چارواكو لخوا د خاص كسانو په اړه غونډې ته بريفنګ هم وركرې شو