اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي وئېلي دي د اېس او اېس چلډرن ويلج غوندې ادارو ته په راتللو انس??ن ته سكون ترلا??ه كېږي٬دلته په باقاعده توګه د كور٬مور او ماشومان ماحول وركړے شوے۔دې د نهې په ورځ په اېس او اېس چلډرن ويلج كښې مېشته ماشومانو سره د روژه ماتي په موقع خبرې كولې ۔وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه عارف علوي ووئيل دا زما لپاره د خوشحالۍ موقع ده چې زه دې ماشومانو سره روژه ماتې كوم۔دې ماشومانو ته د كاميابۍ دعاګانې كولو سره ووئېل په محنت او خوارۍ په كاميابۍ سره مخ په وړاندې لاړ شۍ۔دې ووئيل اېس او اېس چلډرن ويلج يوه ما??ل اداره ده كومه چې په دې څانګه كښې د خذمت ترسره كونكو لپاره د لارې مشال حېثيت لري ۔دې ووئيل زه وړاندې هم دلته راغلې ووم٬دې ماشومانو سره په ناسته سكون او راحت ترلا??ه كېږي۔وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه عارف علوي د ماشومانو ډاډګيرنې لپاره د هغوي ټيپل ته لاړه٬تپوس پوښتنه ئې وكړه او د تعليمي هلو ځلو په اړه يې هم پوښتنې وكړې