اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د کفایت شعارۍ اقدامات اعلانولو سره وئيلي دي د وفاقي كابينې ټولو غړو په رضاكارانه توګه د تنخاګانو او مراعات نه اغستو پرېكړه كړې ٬ د روانې وضعې تر مخه په راروانو دوو كلونو كښې به كوم انتظامي يونټ ٬ ډويژن ٬ ضلع يا تحصيل نه جوړېږي٬ د كال 2024 تر جون مياشتې به د پرتعيش څيزونو ??و سركاري ګاډو په اغستو بندېز وي٬ د برېښنا بچت لپاره به سركاري دفترې 7 نيمې بجې پرانستلې شي٬ د لويو سركاري كورونو خرڅ لپاره به د قانون وزير په مشرۍ كښې كمېټي جوړولې شي٬ توشه خانې څخه به هغه ډالۍ اغستلې شي د كومو بيعه چې تر 300 ډالرو وي ٬ دې اقدامات سره به 200 اربه د كال بچت شي٬ ټاكنې كول د الېكشن كمېشن پشمول د ټولو اړوندو ادارو ذمه واري ده٬ مونږ د آئين او قانون پابند يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو وفاقي وزيرانو سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د وفاقي كابينې ټولو غړو په رضاكارانه توګه د تنخا او مراعات نه اغستو پرېكړه كړې ٬ دوي څخه به لګژري ګاډي بېرته اخستلې شي٬ د كابينې ټول غړي به بهر هېوادونو ته سفر په اكانومي كلاس كښې كوي٬ د كابينې غړي به خپل يوټېلټي بلز پخپله ادا كوي٬ د كابينې غړي به د بهر هېوادونو دورو په مهال په ف??ئي?? سټار هوټلونو كښې نه پاتې كېږي۔ ده ووئيل د روانې وضعې تر مخه په راروانو دوو كلونو كښې به كوم انتظامي يونټ ٬ ډويژن ٬ ضلع يا تحصيل نه جوړېږي٬ د راروان كال 2024 تر جون مياشتې به د پرتعيش څيزونو ??و سركاري ګاډو په اغستو بندېز وي۔ده ووئېل د برېښنا بچت لپاره به سركاري دفترې 7 نيمې بجې پرانستلې شي٬ په سركاري دفترونو كښې به د كمې برېښنا مصرف كوؤنكي آلات كارولې شي۔ سركاري ملازمينو ته به او حكومتي اهلكارو ته به د يو نه زيات پلاټ نه الاټ كېږي او په وفاق او صوبو كښې چې د انګرېز د دور كوم كورونه په اېكړو مشتمل دي د هغې خرڅولو له به د قانون وفاقي وزير په مشرۍ كښې كمېټي جوړولې شي۔ ده ووئيل ټول وزارتي او اداره جاتي مصاريف به تر 15 فيصد كمولې شي۔ په سركاري دستورو كښی به د ون ډش ??ابندي وي٬ په بهرنيو مېلمنو به دا پابندي نه وي ٬ بياهم د كفايت شعارۍ اقدامات به تر نظره ساتلې شي۔ ده ووئيل په دې به فوري عملدرآمد كولې شي٬ ده صوبائي حكومتونو او عدليه ته خواست وكړو چې هغوي په كفايت شعارۍ ??و سادګۍ عمل وكړي۔ ده ووئيل پاك پوځ په غېر جنګي خرڅونو كښې كمي لپاره مثبت غبرګون ښودلے ۔ وزيراعظم ووئيل د توشه خانې په اړه كابينې پرېكړه كړې چې د كومې ډالۍ قيمت تر 300 ډالر وي هغه به اغستلې كېدې شي۔ د قانون له مخې دې نه د زيات قيمت ډالۍ به جمع كولې شي۔ ده ووئيل په توشه خانه كښې به د صدر ٬ وزيراعظم ٬ وفاقي وزيرانو ٬ ګورنرانو ??و سركاري افسرانو ډالۍ اېښودلې شي۔ ده ووئيل د كفايت شعارۍ دې اقدامات نفاذ به په ايوان صدر ٬ وزيراعظم هاؤس او ټولو ادارو او دفترونو وي۔ ده ووئيل هېواد كښې پاسكو د اربونو ډالرو غنم درآمد كړي او په هېواد كښې د غنمو هېڅ كمے نشته ٬اوس بايد د اوړو اغستو لائنونه ختم كړے شي۔ ده ووئيل میډیکل، هېلتھ او ایجوکیشن الائونسز ته قانوني تحفظ ترلاسه دے۔ ده ووئيل د ګرانۍ روان دور او د روپۍ په قدر كښې د كمې تر مخه په سركاري ملازمينو به نور زيات بوج نه اچولې كېږي۔ په دې اقدامات كاميابۍ سره عملدرآمد سره به په اشرافيه نور بوج واچولې شي۔ په دې پرېكړو به په بشپړه ډول عمل كولې شي او د صوبو د شاملولو هڅه به هم كولې شي