اسلام آباد۔7 فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې ?? سوريه سفير ډاكټر رميز الراعي د نهې په ورځ د مذهبي چا??و وفاقي وزير مفتي عبد الشكور ??ره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه وفاقي وزير د سوريه سفير ??ره د اوسنۍ زلزلې د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان او رامخې ته شوې تباهۍ غمرازي او د سوريه شهيد شويو وروڼو له د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔ مفتي عبد الشكور ووئيل ټول مسل??ان??ن د يو وجود په مثل دي٬ ده ووئيل مونږ به د خپلو ديني وروڼو هره ممكنه مرسته كوؤ۔ ده ووئيل په سوريه كښې ?? اهل بېت اطهار ٬ صحابه كرام (رض) روضې او نور ډېر تاريخي ځايونه دي په كومو كښې چې د حضرت زېنب ؓ، حضرت بلالؓ، خالد بن ولیدؓ او صلاح الدین ایوبی ؒ مزارونه شامل دي۔ ده ووئيل سوريه يو ديني او كلتوري مركز پاتې شوې دې او په دې خاوره ژوند كوؤنكو اسلام لپاره زياتې قربانۍ وركړې دي۔ په دې موقعه دواړو لارښودو د شريكې خوښی په دوه اړخيزه چا??و او زيارت منېجمنټ پالېسۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سوريه سفير ډاكټر رميز الراعي ووئيل بشار الاسد او د سوريه حكومت پاكستان ??ره اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ د سوريه اولس زيات معاشي ستونزو او د جنګ خطرو ??ره مخ پاتې شوے دے۔ ده ووئيل اوس د هېواد په زياته برخه امن دے۔ ده ووئيل د سوريه حكومت د مسئلو حل او بيا ودانۍ له بشپړه هڅې كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د علمي پلاويو ٬ علماﺀ كرامو ٬ قاريانو او حافظانو تبادلې له به مرسته كولې شي۔