??سل??م آباد 12 جنوري (اے پي پي) د غربت كمي او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مم??كت فېصل کريم کنډي وئيلي دي د پاپوليشن کونسل لخوا پېل كړے شوے واٶچر سكيم د هېواد بې وسه كورنيو لپاره د خانداني منصوبه بندۍ يو مهم اقدام دے٬ دا سكيم به د هېواد تر نورو ضلعو هم پراخه كولې شي دغسې چې زياتې كورنۍ دې څخه مستفيدې شي۔ د خاص مېلمه په توګه د پاپولېشن كونسل تر سېوري لاندې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د دې نوعيت سكيمونه په وفاقي او صوبائي كچ?? بي آئي اېس پي غوندې پروګرامونو سره دې وتړلے شي۔ په دې موقع فېصل كريم كنډي ټولو شراکت دارو٬ ا??ارو، سول سوسائټۍ، اېن جي اوز او صوبائي څانګو ل?? بي آئي اېس پي سره په ګډه د كار كولو بلنه وركړه