اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) وفاقي حکومت په ??ېواد كښې نېغ په ??ېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ لاره هوارولو لپاره د نړيوال عزت لرونكو انټرنېشنل آپرېټرز د خدماتو ترلاسه كولو پرېكړه كړې ده٬ دې مقصد لپاره به په ??ړومبي پړاو كښې د هېواد درې هوائي مېدانونه د انټرنېشنل آپرېټرز د لارې چلولې شي۔ دا پرېكړه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په ??شرۍ كښې د جمعې په ??رځ په ??زيراعظم هاٶس كښې د اېوي اېشن چارو پحقله په اهمه غونډه كښې شوې۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې په غونډه كښې په ??ېواد كښې نېغ په ??ېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ لاره هوارولو لپاره لويه پرېكړه شوې ده٬ په دې لړ كښې به د نړيوال عزت لرونكو انټرنيشنل آپريټرز خدمات ترلاسه كولې شي٬ په ??رومبي پړاٶ كښې به د انټرنيشنل آپريټرز د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ ايئرپورټس په چلولو كښې معاونت كوي٬ د 20 نه تر 25 كالو به انټرنيشنل آپريټرز د دې ادارو په چلولو كښې مرسته كوي۔ د ورلډ بېنك د ذيلي ادارې انټرنيشنل فنانس کارپورېشن (آئي اېف سي) د معاونت ترلاسه كولو منظوري وركړې شوې ده، انټرنېشنل فنانس کارپورېشن به د کنسلټينسي وظيفه ترسره كوي۔ د پرېكړې له مخې انټرنيشنل آپريټرز په ??وائي اډو سروس د نړيوال معيار له مخې وركوي٬ د غېر ملکي سرمايه کارۍ د لارې به په ??وائي مېدانونو كښې جدت او بهتري راوستلې شي۔ غونډې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټي ته د ضابطې كاروائۍ پېل كولو امر كړے دے۔ په دې موقع وزيراعظم ټول عمل سپېځلې٬ د اعلي ترين معيارات او د هېواد د قوانينو له مخې د باوري كولو امر وكړو۔ غونډې ته ووئيل شو چې په 44 هېوادونو كښې په ??بلك پرائيويټ پارټنرشپ په ??ارمولے عملدرامد روان دے٬ په دې هېوادونو كښې امريکه، برتانيه، هند، بحرېن او برازيل هم شامل دي چرته چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د اصول له مخې د ايئر پورټس ان??ظام چلولې كېږي۔