ټهټه/ جھمپیر 30 نومبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت د تجديد وړ توان ته د پام لرنې كولو سره ځايې وسائل كاروي او د برېښنا پېداوار زياتولو لپاره په بش??ره توګه كار ك??ي۔?? دې خيالاتو څرګند??نه ده د شورو په ورځ د ټهټه ضلع په جهمپير سيمه كښې د 110 مېګاواټ پیداوري صلاحيت وړ دوه ونډ پاور پروژو پرانستې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د تجديد وړ توان ??دې څخه به نه يواځې په درآمدي تيل انحصار كم شي بلكې دې څخه د صارفين ټيرف كمولو له به هم مرسته ترلاسه شي۔خرم دستګير ووئيل موجوده حكومت د خپل وژن له مخې د برېښنا پېدا كولو لپاره خپل ټول ځايې وسائل كارولي٬د شمسي توان او سكرو ذخيرې به كارولې شي۔ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (پي اېم اېل اېن)حكومت خپل تېر دور كښې د هوا څخه د برېښنا پېدا كولو پروژې پېل كړې كومې چې اوس بش??ړېږي او په دې كښې د دوو منصوبو پرانسته كوم۔دا خبره خوشبينه ده چې په دې ونډ كورېډور كښې ونډ ټربائز برېښنا پېدا ك??ي۔??ه ووئيل د تجديد وړ توان د پاكستان سباؤن دے۔ده ووئيل حكومت به ډېر زر 1000 مېګاواټ سولر پاور پروژې پېل كړي او سكهي كناري پاور پروژې به تر راتلونكې كال آخر بش??ړې شي۔ده ووئيل د تهر سكرو په پراخه ذخيرو كښې ډېر صلاحيت پروت دے ۔