اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د هیواد په ځوانانو او میرمنو زور راوړے دے چې هغوي د انسټي ټيوټ آف رورل مېنجمنټ او كنائيټ په مرسته پېل كړے شوے د ګوګل كېريئر سرټيفكېټ پروګرام لاندې وړاندې كړو 15,000 آن لاین کورسونو کښې په فعاله توګه داخله واخلي او دې څخه بشپړه استفاده وكړي۔ ډیجیټلائزیشن سره به د كاروباري ادارو كاركردګي زياته شي او بې ر??زګاره وګړو ته به په قومي معيشت كښ?? د خپلې برخې اچولو موقعې په لاس ورشي٬ پاكستان د آئي ټي سېكټر په مرسته د پرمختګ په زغل كښ?? مخكښې تللے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ګوګل کیریئر سرټیفکېټ پروګرام لانچنګ دستورې ته خپل ورچوئل خطاب كښ?? وكړه۔ د دې پروګرام لاندې ګوګل په پاكستان كښ?? آئی ټی سپورټ، آټ??مې??ن، پروجېکټ مېنجمنټ، یو ایکس ډیزائن، ډیټا اینالیټکس، ډیجیټل مارکیټنګ او د ای کامرس په ډول د اعلی درجې آن لائن كورسونه وړاندې كوي۔ صدر مملکت ووئيل دې اقدام سره به پاكستانو ځوانانو او مېرمنو كښ?? يو نوې جذبه راپېدا شي دغسې چې د پاكستان ډيجيټل معيشت ښه كولو سره سره په معيشت كښ?? د دوئي همكارۍ زياتولوله هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل غوره ډیجیټلائزیشن سره به په معيشت كښ?? د مېرمنو شموليت زيات شي۔ ده د دې خبرې ستائنه وكړه چې ګوګل 15 زره كورسونه وړاندې كولو سره د پاكستان ډیجیټل ټېکنالوجۍ څانګې پرمختګ كښ?? كردار ترسره كوي۔ صدر په زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دا ډول پروګرامونو څخه استفاده وكړي۔ ده په خاص توګه د وزارت انفارمېشن ټیکنالوجی او ټېلی کمیونیکیشن د ډجی اسکلز پروګرام حواله وركړه د كوم لاندې چې 25 لكه وګړو له تربيه وركړې شوې ۔ ده زياته كړه چې ډجی سکلز پروګرام كامياب پاتې شوے او د دې د لارې بې ر??زګاره ځوانان د ګټور رو۔زګار ترلاسه كولو جوګه جوګه شوي