اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي قام د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو ته سلام كوي چا چې په 6 ستمبر 1965 د خپل دښمن ناوړه عزائم خاوري كړي، قام د تاريخ لوي سيلاب په صورت نن يو ځل بيا غټ چيلنج سره ??خ دے، د قامي اتحاد او په يووالي به د دې مقابله كوو۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډي ته په خپله وينا كښې وزيراعظم ووئيل نن قام د دفاع ورځ په يو داسې وخت كښې لمانځي كله چې هېواد د سيلاب سره ??خ دے ۔ټول هېواد كښې د شهيدانو په قبرونو د ګلونو څادرې غوړولې شي،هغوي لپاره دعاګاني كېږي او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كېږي۔ ده ووئېل د دفاع ورځ مونږ ته 57 كاله وړاندې د هغه ورځې يا??ګې??نه كوي كله چې زمونږ دښمن د شپې په تياره كښې په پاكستان بريد كړے ؤ خو زمونږ د مېړنو ځواكونو افسرانو ، ځوانان?? د ??ا اله الا اهلم په نعره او د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي ۔ وزيراعظم ووئيل نه يواځي قام بلكه زمونږ نوې نسلونه او زمونږ بچي به هغه شهيدان او غازيان عمر له ياد ساتي۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ ته د هغې خبرې احساس هم كېږي چې كله قام يو شي او رنګ او نسل او قوميت نه غير يو موټے شي ن?? د ??وي مشكل او د چيلنج مقابله كولې شي۔ده ووئيل زمونږ جذبه لرونكو ځوانانو د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړې۔زمونږ زمكيز او سمدنري او فضائي پوځ د دښمن پوځ ته په رڼا ورځ ستوري ښودلي، ده ووئېل نن يو ځل بيا د پاكستان قام د يو بل لوئ چيلنج سره ??خ دے ۔د مهران وادي نه تر بلوچستان غرونه ، د خېبر پښتونخوا غرونه ، د جنوبي پنجاب ميدانونه او تر ګلګت بلتستان او آزاد كشمير هر ځائې د سيلاب اوبه لاړې دي ۔ ده ووئېل تيره ورځ زه قمبر شهدادكوټ ته تللے ووم چرته چې ګڼ كلي په اوبو كښې پراته دي ?? هر پلو سيلاب دے۔ګڼ كورونه تباه شوي او 1300 كسان مړه شوي چې پكښې ماشومان هم شامل دي دغسې ګڼ شمير وګړي ژوبل شوي ا?? د ??غوي څاروي هم مړه شوي ،دغسې په ايكړو زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي۔ ده ووئېل د سندھ نه پس بلوچستان كښې لويه تباهي شوې ۔ سوات ، جنوبي پنجاب پشمول ټول هېواد كښې 3 كروړه څخه زيات پاكستانيان د سيلاب سره ??خ دي او هر ځائې اوبه اوبه دي۔په دې حالاتو كښې نن هم يو ځل بيا قام هغه جذبې او حوصلې ته اړتيا ده د كومي څرګندونه چې په 1965 كښې شوې وه۔خواري كښ ، كروندګر ، زدكوونكي ، سندھيان ، بلوچيان، پنجابيان ، پښتانه ټول يو دي او نوې تاريخ جوړوي۔ وزيراعظم ووئيل لسبيله كښې زمونږ افسران او ځوانان شهيدان شوي۔ غذر كښې د يوې كورنۍ 8 كسان مړه شوي او يواځي يو مشر ا?? د ??غه معذوره لور پاتي شوې ۔داسې خبرونه هر ځاې دي خو ټول قام يو ځل بيا يو شوے ۔ وزيراعظم د هېواد دفاع لپاره قرباني وركونكو شهيدانو او غازيانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام هغوي ته سلام كوي چا چې د خپلو ځانونو په قرباني وركولو دښمن له ماتې وركړې ،د هغوي دغه قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔