اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ټول قام٬سمندر پورې پاكستانيانو او نړيوالې ټولنې ته د سېلاب ځپليو د مرستې خواست كړے او وئېلې يې دي دوي دې په ??ول پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره راوړاندې شي كوم چې د سختو بارانونو او سېلاب له امله رېسكيو رېليف او بحالۍ ته سخت ضرورت لري۔د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا د جمعې په ??رځ په جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت وئېلي دي په ??ول پاكستان كښې سېلاب د خلقو ژوند او معاش تباه كړے ٬پاكستانيانو په تېر وخت كښې هم د غېر معمولي انسان دوستۍ څرګندونه كړې۔دوي دې يو ځل بيا راوړاندې شي او د سېلاب ځپليو په ??رسته كښې ??ې برخه واخلي۔صدر ووئيل ټولې حكومتي ادارې٬اېن جي اوز او رضا كار دې د سېلاب ځپليو مرسته وكړي۔مېډيا دې هم قام ته د عطيې ترغيب وركړي۔صدر مملكت ووئيل تاريخي بارانونو او سېلاب ولاړ فصلونه تباه كړي٬سړكونو٬پلونو٬بندونو٬مواصلاتي نظام او بنيادي ودانۍ ت?? هم زيان رسېدلے دے