دوحه 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف سره په دو??ه كښې د قطر انويسټمنټ اتھارټۍ (کيو آئي اے) پلاوي ليدلي دي ٬ د قطر انويسټمنټ اتھارټي د نړۍ په لويو خودمختاره فنډز كښې يوه ده٬ سي اي او منصور ب?? ابراهيم المحمود او چيف انويسټمنټ آفيسر آف افريقه او اسياء پيسيفك ريجنز شېخ فېصل تھاني الثاني د قطر انويسټمنټ اتھارټۍ نمائندګي كوله۔ دا خبره د وزيراعطم آفس ميډيا ونګ لخوا په جاري بيان كې شوې ده۔ د ملاقات په مهال د توان، هوا بازي، زراعت، لائيو سټاک، ميري ټائم، سېلګرۍ او مېلمستياﺀ څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې شوې ٬ وزيراعظم د دوه ورځنۍ سركاري دو??ې په مهال په دو??ه كښې دا وړومبے مصرفيت ٶ۔ وزيراعظم سره د كابينې مهم غړي او لوړ پوري هم وو۔ د امير قطر په دو?? انديش قيادت كښې د قطر په تندۍ سره د اقتصادي پرمختګ ستائنه كولو سره وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان قطر سره خپلو اريكو ته ډېر اهميت وركوي او د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه په روايتي توګه ښې سياسي اړيكې او جامع اقتصادي شراكتداري اپ ګرېډ كول غواړم۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه اقتصادي او د سرمايه كارۍ مصروفيات په خاص توګه د تجديد وړ توان پشمول د نمبر او سيلۍ څخه د برېښنتا پېداوار، هوا بازي، ميري ټائم ، صنعتي او د بنيادي ډھانچې پرمختګ او د مېلمستياﺀ په څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو په ضرورت زور رواړو۔دغسې وزيراعظم په دې مهال د پاکستان ځانګړې جغرافيائي او آبادياتي ګټې رامخې ته كړې٬ د پاکستان لبرل او کاروبار دو??ته سرمايه کارۍ پاليسۍ رامخې ته كولو سره وزيراعظم قطر ته د پاکستان په توان، هوا بازي، زراعت او لائيو سټاک، ميري ټائم، سېلګرۍاو د مېلمستياﺀ په څانګو كښې د سرمايه کارۍ بلنه وركړه۔ ده د قطر په سرمايه كارو زور رواړو چې ھغوي د سيمه ايزو روابطو او شريكې سوكالۍ ودې لپاره د سي پېك له مخې وړاندې كړو موقعوڅخه استفاده وكړي ۔ په دې موقع وزيراعظمد سپېځلتياﺀ او تند رفتاره عمل د لارې د قطر انويسټمنټ اتھارټۍ ته د بشپړ سهولت وركولو باور وركړو۔ د دستورې د يوې برخې په توګه د اړوندو وزارتونو لخوا يو شمېر پريزنټيشنز وركړے شول چې پكښې د غذائي تحفظ، توان، ميري ټائم، هوا بازي٬ مېلمستياﺀاو د سېلګرۍ په څانګو كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ امكانات رامخئ ته كړے شول ۔دغسې وزيراعظم په پاکستان كښې په سرمايه کارۍ كښې د کيو آئي اے د خوښۍ لرلو ستائنه وكړه او په دې خبره اتفاق راغلو چې د دو??ړو اړخو به نومولي شوي فوكل پرسنز سرمايه كارۍ لپاره مهم تجويزونه وړاندې كوي او نزوې مشاورت به كوي۔ وزيراعظم د منصور ب?? ابراهيم المحمود او د شېخ فېصل تھانوي الثاني ته د پاکستان دو??ې بلنېهم وركړې دغسې چې د قطر دو??ې څخه رامخې ته شوے پېشرفت مخ په وړاندې بوتللے شي٬پاکستاند يو ترجيحي هېواد په توګه د كيو آئي اے پلاوي پاکستان كښې د سرمايه كارۍ موقعې په فعاله توګه لټولو لپاره د كيو آئي اے د خوښۍ او چمتووالي څرګندونه وكړه