اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) پاکستان په واضح توګه د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې قصداً د انتخابات نخ وړاندې د درغلۍ او ټګۍ د هند هڅې مسترد كړي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له م??ې په مقبوضه سيمه كښې د عارضي استوګنو پشمول د بهرنو وګړو او د امنيتي اهلكارو د ووټرانو په توګه د رجسټرډ كېدو اجازه په مقبوضه كشمير كښې د انتخابات نتيجې متاثره كولو لپاره د هند د نا??ړه منصوبې ثبوت دے٬ دغسې پاکستان د هند د هغه ټولو ګامونو په بشپړه توګه د مسترد كولو پخلے كړے چې مقصد ئې په مقبوضه کشمير كښې د مسلمانانو ??كثريت په اقليت بدلول دي ٬ چې پكښې تش په نا??ه د حد بندۍ كمېشن جوړول او بې بنسټه رپورټ جوړول ٬ د لكهونو ??ه شمېر بهرنو وګړو ته د كشمير جعلي ډوميسائل وركول او د جائيداد په قوانين كښې بدلون شامل دے۔ وياند ووئيل هند به د پنځم اګست كال 2019 د غېر قانوني اقدامات نه پس خپل د غندنې وړ اقدامات باوجود د كشميريانو ??وښي ختمولو او د نړيوالې ورورولۍ په ګمراه كولو كښې كامياب نشي۔ وياند ووئيل د هند واكمنو له په مقبوضه كشمېر كښې د داسې ټولو اقداماتو څخه ډډه پكار ده چې پكښې د نړيوال قوانين٬ د ملګرو ملتونو ?? چارټر او د جنېوا څلورم كنونشين خلاف ورزي كېږي۔ په بيان كښې پاكستان مطا??به كړې چې هند له د بې بنسټه تورونو له مخئ نيولي ټول سياسي بنديوانان هم خوشې كول پكار دي او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ??لاف ورزۍ بندول، وحشيانه پوځي محاصره ختمول او کشميريان د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ خپل جائز حق استعمالېدو ته پرېښودل پكار دي۔ پاکستان د نړيوالې ورورولۍ نه هم غوښتنه كړې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د غېر قانوني آبادياتي بدلون د هڅو نوټس واخلي او هند د دې ذمه وار وګرځوي