اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) پاکستان د بي جي پي حكومت لخوا په 14م اګست “تقسيم د تباهۍ ياد ورځ” لمانځلو په شرارت د آډا??ه اقدام غندنه كولو سره هند ته مشوره وركړې چې ھغوي د آزادۍ پحقله په پېښو د سياست كولو ن?? ډډه وكړي او د دې په ځاے د ھغه ټولو خلقو د يادونو د د زړه د اخلاصه احترام وكړي چا چې د ټٶلو ښه سباون لپاره قربانۍ وركړي ۔ د خارجه دفتر وياند وئيلي دي د بي جے پي-آر اېس اېس حكومت لخوا د خاص تګلارې له مخئ بيا منافقا??ه او په يو اړخيزه توګه په كال 1947 كښې د آزادۍ نه پس د رامخې ته شوو ناوړه پېښو او په لويه كچه د هجرت پحقله رويه د افسوس وړ ده ٬ د بي جے پي حکومت د خپلې منقسم سياسي برخې په توګه د تاريخ د مسخ كړې تشريح د لارې د اولس جذبات سره د لوبو كولو هڅې كوي٬ كه د هند لارښود په حقيقي توګه د اذيت او دړد پرواه لري نو ھغوي له په هند كښې د مسلمانانو او ن??رو اقليتونو حالات ښه كولو لپاره كار كول پكار دي۔ وياند ??وئ??ل تېرې اووه لسيزې د دې خبرې ترديد نه كېدونكو ثبوتونو ن?? ډكې پرتې دي چې د هند د سېكولرازم ملاتړ يوه دهوكه وه٬ حقي??ت دا دے چې نننے هند يو غېر اعلانيه “هندو راشترا” دے څوك چې نورو مذهبونو او اقليتونو لپاره هېڅ ځاے او رواداري نه لري، په خاص توګه مسلمانانو لپاره څوك چې د امتيازي سلوک، ظلم٬ جبر او په سياسي و سماجي توګه اخراج سره مخ دي۔ وياند ??وئ??ل زمونږ هند حكومت ته مشوره ده چې ھغوي د آزادۍ پحقله په پېښو د سياست كولو ن?? ډډه وكړي او د دې په ځاے د ھغه ټولو خلقو د يادونو دې د زړه د اخلاصه احترام وكړي چا چې د ټٶلو ښه سباون لپاره قربانۍ وركړي دي۔