اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د پشكال روانو بارانونو له امله په ټول هېواد كښې په خاص ??وګ?? سندھ او بلوچستان كښې د شوي زيان جائزه واخستلې شوه او غړو ځپلې سيمې آفت زده ګرځولو او د وفا??ي حكومت څخه د خاص رېليف پېكج وركولو غوښتنه كړې۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان عوامي پارټۍ پارليماني لارښود خالد حسېن مګسي ووئيل د اوسنو بارانونو له امله ټول بلوچستان ځپلے شوے٬د لسبيله رابطه د سندھ څخه منقطع شوې٬جهل مګسي 80 فيصده ډوب شوے٬نصير آباد٬كچهي كښې د سړكونو نېټ ورك منقطع شوے٬ ده ووئېل وزيراعظم سره خبره شوې٬خلق او كورنۍ ګيرې شوي٬د مارانو چيچلو ځينې كيسونه رامخې ته شوي كومو ته ??ې په وخت ويكسين وركولو غواړي۔وزيراعظم هم احكامات جاري كړي٬هيله لرو د مرستې سامان وركولو كښې به ښه والې رامخې ته شي۔اسلم بهوتاني ووئيل د اوسني باران له امله په بلوچستان كښې لويې زيان شوے٬لسبيله او ګوادر كښې زيات زيان شوے٬مونږ د وزيراعلٰی مننه كوو چې دغه يې ځپلې سيمې ګرځولې او د مرستې سامان يې لېږلے خو بلوچستان سره دومره وسائل نشته بايد وفا??ي حكومت هم خپله برخه وركړي٬ ده ووئېل د درېو ورځو راهسې برېښنا نشته او په هر ځاې كښې اوبه ولاړې دي٬وزيراعظم ته خواست كوم ??ې په خاص ??وګ?? د ځپليو سيمو لپاره اقدامات وكړي۔د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي ډاكټر شهناز بلوچ ووئيل د ټول بلوچستان ډهانچه ځپلې شوې٬څاروي هم په اوبه كښې لاهو شوي٬كوئټه ښار كښې څلور سړكونه تباه شوي٬د بلوچستان 30 ضلعو لپاره دې خاص پېكج اعلان كړے شي۔سردار رياض محمود مزاري ووئيل روجهان تحصيل كښې د باران او سېلاب له امله لويې زيان شوے٬ 50 فيصده تحصيل ته زيان رسېدلے۔وزيراعظم او د اوبو وسائلو وزير ته خواست دے چې د دې صورتحال نوټس واخلي او د روجهان لپاره هم پېكج اعلان كړے شي۔محمد هاشم ووئيل د بارانونو او سېلاب له امله لوي زيان شوے٬بلوچستان كښې د سېلاب له امله شوې مالي او ځاني زيان لپاره د اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے د لارې دې د زيان اندازه ولګولې شي او وزيراعظم دې رېليف پیكج اعلان كړي۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل بلوچستان سره سندھ په خاص ??وګ?? كراچۍ كښې د بارانونو د څو كلونو رېكارډ مات شوے٬د اېم كيو اېم وزيران په ګراؤنډ موجود وو٬په كراچۍ او حېدر آباد كښې انفراسټركچر تباه شوے٬ ده ووئېل د بنيادي ډهانچې ښه والي لپاره به معاوضه وركولې شي۔