اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت به د مالي كال 23-2022 وفاقي بجټ (سبا)د جمعې په ورځ په پارليمان كښې وړاندې كوي٬كوم كښې چې د رامخې ته شوې د هېواد او نړيوالې منظرنامې په تناظر كښې مالي استحكام٬په خس??ره كښې كمے٬په برآمدات كښې زياتوالے او د درآمدات متبادل ځاي مصنوعاتو تياري٬په كاروبار او سرمايه كارۍ كښې آساني او كركيلې ته پام لرنه شوې۔د خزانې وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل به په قامي اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كوي۔د ذريعو له مخې د نوې مالي كال وفاقي بجټ د كووېډ 19 وبا او د روس يوكرين شخړې له امله په ټوله نړۍ كښې د راپیدا شوې معاشي مشكلاتو ٬مسائلو او د هېواد په كچه رامخې ته ماليتي چېلنجونو تر مخه وړاندې كولې شي ٬په بجټ كښې د اولس ستونزې كمولو٬د زرعي څانګې پرمختګ او دا څانګه په جديد خطوط اډانه كولو٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د دې څانګې په برآمدات كښې اضافه٬صنعتي پرمختګ او كاروبار او سرمايه كارۍ لپ??ره ښه او سازګال ماحول وركولو ته خاص اهميت وركړے شوے۔د مالياتي انتظام و انصرام قوي كولو سره په بجټ كښې اقتصادي استحكام و نمو٬غېر پرم??تي??ئي خرڅونو كښې كمے٬د ملازمتونو موقعو كښې اضافه٬اولس دوسته پالېسو او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ ته پام لرنه شوې۔د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې د وفاقي حكومت كلن پرم??تي??ئي پروګرام(پي اېس ډي)حجم 800 ارب روپۍ مقرر كولو تجويز وركړے شوے٬د دې نه به 100 اربه روپۍ د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې خرڅ كولې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف وژن په رڼا كښې د پرمختګ بنيادي ضرورتونو پشان د اوبو وسائلو ته ترقي وركولو له پي اېس ډي پي ته ترجيح وركړی شوې٬د اعلٰی تعليم څانګه هم د پي اېس ډي پي ترجيحي څانګه ده٬د دې له مخې به ځوانانو لپ??ره فنډز او وظائف كښې اضافه كولې شي۔بلوچستان د پرم??تي??ئي بجټ مهم هدف دے٬بلوجستان ته به د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرم??تي??ئي فنډز وركولې شي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔د پخوانې فاټا ضم شوو ضلعو كښې د پرم??تي??ئي پروژو لپ??ره 50 اربه روپۍ فنډز د بېلولو تجويز دے۔د ذريعو له مخې د خزانې وفاقي وزارت او نورو اړ??ند وزارتونو او ډويژنونو لخوا د نوې مالي كال وفاقي بجټ لپ??ره چمتوالے بشپړ كړے شوے او دې ته حتمي شكل وركړے كېږي