اسلام آباد۔02جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ??رك??ې د روغتيا وزير ډاكټر فرحتين ګوجا د زيارت په ورځ په انقره كښې ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم په تیرو دوه لسیزو كښې په ترکیه کښې د روغتیا نظام بدلولو كښې د ترك صدر طيب اردوان د كردار ستائنه كولو سره د ??رك??ه لخوا پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښی د صحت خذماتو ٬ د دوايانو جوړولو ٬ ديجيټل صحت او تربيه ??و طب سره د اړوندو پېشه ورو وګړو د كار استعداد زياتولو لپاره په ګډه د پورته كړې شوي ګامونو ذكر وكړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب په مهال پاكستان سره د ??رك??ه لخوا شوې مرسته وستائله۔ ده په پاكستان كښې د زياتو سېلابونو نه وروستو په مظفر ګړھ كښې د طيب اردوان روغتون د جوړېدو هم ستائنه وكړه۔ د كورونا وائرس په زړه پورې ډول مخنيوي لپاره په ګامونو پورته كولو تركيه ??ه مباركي وركولو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د وبائي رنځونو د لاسه صحت ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي او د وېكسين په تيارولو كښې د دواړو هېوادونو ترمينحه مرسته بايد روانه وساتلې شي۔ د تركيه ?? روغتيا وزير د طبي آلاتو او دوايانو تيارولو ٬ د صحت سېلګرۍ او د كوالټي كنټرول په شمول د روغتييا په بېلو څانګو كښې د مرستې په امكانانو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د تركيه ?? روغتيا وزارت يو پلاوې به ??ېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ د تركيه ?? روغتيا وزير ووئيل د روان كال په مهال به اكتوبر كښې په پاكستان كښې”پاک میډیکا اېکسپو اېنډ بزنس فورم“ كولې شي۔ ملاقات كښې په دې هم موافقه وشوه چې د روغتيا د ګډې وركنګ ګروپ دلارې به په متفقه څانګو كښې مرسته روانه ساتلې شي