لاهور 25 مئي (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدر مريم نواز وئيلي دي قام لانګ مارچ كښې په ګډون نه كولو د عمران خان په صورت موجود فتنه او فساد رد كړے، اوس دې د بني ګاله په حجره كښې كښېني او د الله الله ذكر دې كوي، د خپلو ګناهونو معافي دې وغواړي، كوم انقلاب چې د چورلكې د لارې راتللو هغه د خېبر پښتونخوا او پنجاب په مېنځ كښې معلق پاتې شو، تحريك انصاف محفوظ لارې او فېس سېونګ لپاره ح??وم?? سره رابطې كړي او وئيلي ئې دي چې د الله واسطه ده، مونږ د دهرنې د اعلان څخه بچ كړې ، خو د دوي كومه هم غوښتنه ونه منلې شوه او دوي ته انكار وكړے شو، هغې ووئېل سترې محك??ې دوي ته د محفوظې لارې وركولو اهتمام وكړو خو دوي دا پرېكړه د سياهې اوچېدو نه مخكښې په هوا كښې والوځوله، د ډېرو ورځو نه ادارو ته خواست كوم چې پكښې عدليه هم شامله ده چې د داسې فتنې لاسونه مضبوط نه كړي. د شورو په ورځ په ماډل ټاٶن كښې بېړني خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې هغې ووئيل نواز شريف به ډېر زر راشي ?? تيارې روانې دي. هغې ووئيل د پخواني ح??وم?? په ضد سنګين تورونه شته، د دې تفصيلات ح??وم?? ته تر لاسه شوي ، ح??وم?? چې كله هم د لانګ مارچ نه فارغ شي، دې ته به پام كولې شي، ټول حقائق او غلاګانې به د قام په وړاندې اېږدو. مريم نواز ووئيل هند ياسين ملك ته د عمر قېد چې كومه سزا اورولې، زه ئې سخته غندنه كوم او ګڼم چې د آزادې جذبه د ظلم په ضد د مبارزې جذبه ده، دې جذبې ته نه عمر قېد كېدې شي ??و نه پاڼسي وركړې كېدې شي. هغې ووئيل د پاكستان څخه به ياسين ملك لپاره بشپړه غږ پورته كېږي او دا به ټولې نړۍ ته رسولې شي. مريم نواز ووئيل عمران خان يو ژوندې جسد دے، ما وزيرعظم شهباز شريف او ح??وم?? ته خواست كړے ے، چې هغه ونه نيسي، هغه دې اېكسپو?? كېدو ته پرېښودلے شي ??و همداسې وشول. هغې ووئيل عمران خان وئيل دوه مليونه ، درې مليونه خلق به راځي خو پاكستاني قام په مخ څپېړه وركړه . زه قام ته پېرزوئنې وړاندې ??وم?? هغې ووئېل د اوم مننه كوم چې د عمران خان په نوم فتنه ئې نه يوازې وپېژندله بلكې هغه ئې رد كړه.