اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې تش د نامې د حد بندۍ كمېشن رپورټ مسترد كړے او وئېلې يې دي د پاكستان دريځ واضح دے چې هند د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې د يو اړخيزه او غې?? قانوني اقداماتو نه پس د نړيوال قوانين٬د څلورم جنيوا كنونشن او د جمو او كشمير شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو سخته خلاف ورزي كړې۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د اوونيز پرې?? بريفنګ په مهال ووئيل د هند لخوا د خپل غې?? قانوني او يو اړخيزه اقدامات جائز ګرځولو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔د هندي اقداماتو مقصد د مقبوضه كشمير په نړيواله كچه تسليم شوے متنازعه حېثيت ته زيان رسول او د مقبوضه سيمې د آبادۍ ساخت بدلول دي چې دغسې په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدل كړے شي۔پاكستان او كشميرې اولس دا ټول اقدامات مسترد كړي۔وياند ووئيل دا ??پورټ د بي جے پي حكومت كشميريان د اختيار او د رائے حق نه د محرومولو د مكروه پلان برخه ده۔ده ووئيل دا ټول مشق غې?? قانوني دے او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو خلاف ورزي ده۔د پاكستان حكومت دا ??پورټ په واضحه توګه مسترد كړے ۔وياند ووئيل په دې ??عا??له د هند ناظم الامور ته يو سخت ډيمارچ شوے كوم چې د مئي په پنځمه نېټه خارجه وزارت ته راغوښتلے شوے ؤ ۔ده ووئيل د مئي په لسمه نېټه خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سلامتي كونسل صدر او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل سره د ي?? خط د لارې دا ??عا??له پورته كړې۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل د 28مې نېټې نه تر 30مه نېټه د سعودي عرب دوره كړې٬دا ?? هغه د وزيراعظم په توګه وړومبۍ غې?? ملكي دوره وه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو عكاسي كوي۔وزيراعظم سره خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او پلاوې هم د سعودي ولي عهد په جده كښې د وزيراعظم هركلے كړے۔د دورې په پاې كښې جامع شريك بيان جاري كړے شوے ؤ ۔ وياند ووئېل وزيراعظم د دورې په مهال د او آئي سي سېكټري جنرل سره هم ملاقات كړے ؤ ۔د سعودي نه پس وزيراعظم د متحده عرب امارات دوره وكړه چرته چې ده د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كړے ۔وياند ووئيل د بلاو بهټو زرداري د خارجه وزير د چوكۍ سنبهالولو نه پس سفارتي چارې بام ته رسېدلي۔خارجه وزير ته د مباركۍ ټېليفونونه راغلي۔وياند ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په افغانستان كښې د سخت سېلاب په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې۔د وزيراعظم په هدايت د مئي په 7 او 11مه نېټه د بېړنۍ مرستې دوه الوتكې مزار شريف ته لېږلې شوي۔پاكستان د اپرېل په 28مه او 29مه نېټه په مزار شريف او كابل كښې د ترهه ګرۍ د پېښو غندنه هم كړې۔وياند په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو سخته غندنه كولو سره ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې لس كشميري ځوانان شهيدان كړی شوي۔ده د هند په كرناټك آيالت كښې په اذان كښې د خنډ اچولو د هندو انتهاخوښو په كاروائۍ هم سخت غبرګون ښودلے ۔وياند نړيوالې ټولنې ته ووئيل هغوي دې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كړي